ژبه

ولسمشر: د امنیتي ځواکونو پر وړاندې مطرح شوي تورونه د قانون په رڼا کې ارزول کېږي

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٦) : ولسمشر اشرف غني وايي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ټول مطرح شوي تورونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو په رڼاکې په جدیت ارزول کېږي.

له ارګ څخه د ليندۍ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ پر وړاندې د ځینو افرادو او اشخاصو د مطرح شویو تورونو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه.

هغه وویل: " مونږ د هېواد د امنیتي او دفاعي او ټولو وسله والو ځواکونو پر رهبرۍ بشپړ ډاډ او باور لرو او د هغوی پر توانمندۍ او سالم مدیریت ویاړو. "

ولسمشر په ټینګار سره څرګنده کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې ټول مطرح شوي تورونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو په رڼاکې په جدیت ارزول کېږي.

خو په خبرپاڼه کې ددغو تورونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، غونډې، د هېواد د ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول د ننګرهار، فاریاب، لغمان او غزني امنیتي وضعیت په هراړخیز ډول وارزاوه او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته دنده وسپارل شوه چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د امنیتي ګواښونود لمنځه وړلو او د داعش او طالبانو په ګډون د تروریستي ډلو د ځپلو په موخه اقدامات وکړي.

سرچينې ويلي، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي د اقتصادي پروژو ( د ازبکستان له سرخان سیمې څخه تر پلخمري پورې د برېښنا ترانزیت او د مزار شریف ــ هرات اوسپنۍ پټلۍ) امنیتي پلان غونډې ته وړاندې کړ او په دې برخه کې لازمې لارښونې وشوې

login or register a new account.

ورته موضوع