کابل(پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٦): د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې له مزار شريف څخه کندهار ته د کام اير هوايي شرکت الوتنې ته د څو ساعته ځنډ او په کندهار کې د ناټو ځواکونو سره په همغږۍ چې هلته يې شپني عمليات تر سره کول، د الوتنې اجازه نه ده ورکړل شوې او نن اجازه ورکړل شوه، خو کام اير له الوتنې ډډه وکړه.
دا څرګندونې د هوايي ملکي چلند خپلواکې ادارې په يوه خبرپاڼه کې راغلې چې له مزار شريف هوايي ډګر نه يې کندهار ولايت ته د ګڼې KMF404 الوتنې د لغوه کولو د څرنګوالي په اړه خبره کړې ده.
يادې ادارې د دغې الوتنې د لغوه کولو په اړه چې ټاکل شوې وه يو شمېر عام خلک او سياستوال تېره ورځ( د پنجشنبې ورځ د ليندۍ په ٩مه) له مزار شريف نه کندهار ښار ته ولېږدوي، معلومات ورکړي او عامو خلکو ته يې د موضوع په اړه سپيناوى کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې د ملکي هوايي چلند اداره د قانون د احکامو پر بنسټ د يوه رسمي برېښنا ليک له لارې چې له دې اعلاميې سره مل دى، يوې الوتکې ته چې ټاکل شوې وه له مزار شريف ښار نه کندهار ښار ته الوتنه وکړي، يوه ورځ وړاندې د الوتنې اجازه ورکړل شوه.
په اعلاميه کې راغلي، په دې اساس ټاکل شوې وه چې دا الوتنه له غرمې وروسته ٩:٤٥ پيل او د شپې ١٠:٤٥بجې په کندهار نړيوال هوايي ډګر کې ناسته وکړي.
د هوايي چلند ادارې زياته کړې چې ياده الوتنه په مجوز کې د ټاکل شوي مهال وېش له مخې په خپل ټاکلي وخت سره تر سره نه شوه او څو ساعته وځنډېده.
په اعلاميه کې راغلي، دغه الوتنه چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ(٩ليندۍ) ماښام تر سره او د شپې ٩:١٥ ناسته ولري، د کندهار نړيوال هوايي ډګر کې د شپنيو الوتنو د امکاناتو د محدوديت او په هغه ډګر کې د مېشتي ناټو ځواکونو سره د شته همغږۍ په سبب تم شوه، ځکه چې د شپې له خوا ددې هوايي ډګر په ځينو برخو کې د حفظ، مراقبت چارې او پوځي عمليات تر سره کېږي، له بلې خوا د پرېکنده ملاتړ ځواک د يادې الوتنې د تر سره کېدو لپاره بښنه وغوښته او ابلاغ شوه چې د اړوندو برخو سره د همغږۍ له مخې دې دا الوتنه د ورځې له خوا تر سره شي.
سرچينه وايي، ځکه خو د ملکي هوايي چلند ادارې مشرتابه خپله دنده ګڼې چې د قانون او مقرراتو د حکم پر بنسټ عمل وکړي او په دې توګه ګرانو هېواد والو ته د موضوع په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې په دويمه اعلاميه کې چې د مزارشريف-کندهار د 405/KMF404 You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.