کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦): د چابهار بندر لومړى فاز نن د افغانستان او هندوستان د چارواکو په شتون کې د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا پرانيستل کېږي.
شاوخوا يو نيم کال مخکې افغانستان، هند او ايران د چابهار بندر درې اړخيزه هوکړه لاسليک کړه ، چې له مخې به يې هند او افغانستان سوداګريزه راکړه ورکړه له همدې لارې کوي .
د هندوستان دولتي تلوېزيون (دور درشن) د ليندۍ په ١١مه، خبر ورکړى چې د يو ميليارد ډالرو په پانګونه دا بندر سبا ته د ايران د ولسمشر حسن روحاني له خوا پرانيستل کېږي.
سرچينې زياته کړې چې په دې مراسمو کې به د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې او د بحري سوداګرۍ وزير په مشرۍ يو پلاوى ګډون کوي.
هندي سرچينو ويلي، دا بندر به د ٨،٣ ميليونه ټنه سوداګريزو توکو د لېږد او رالېږد ظرفيت ولري.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د سوداګرۍ د وزير محمد همايون رسا په مشرۍ يو پلاوى ايران ته تللى او په دې مراسمو کې به ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په يوه مياشت کې هندوستان ددې بندر له لارې خپل عملياتي کارونه پيل کړي او افغانستان ته يې غنم رالېږلي دي.
هند وايي چې د چابهار بندر فعاليدو سره به نه يواځې دافغانستان او هند ترمنځ ، بلکې له ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو سره يې سوداګريزې اړيکې پياوړې شي.
login or register a new account.