کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : ولسمشر اشرف غني وايي، څوک چې له داعش سره د حکومتي چارواکو د اړيکو او ملاتړ په اړه ثبوت لري، محکمو ته دې وړاندې کړي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې د ليندۍ په ١١مه، په هغو مراسمو کې وکړې چې سرحدي ځواکونه له کورنيو چارو وزارت څخه د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول.
هغه داعش وسله والې ډلې ته په اشارې سره وويل، د افغانستان نهه ولسوالۍ له دې ډلې څخه پاکې شوې دي.
ولسمشر غني وويل: "داعش ډله اوس د تېښتې په حال کې ده."
د نوموړي په وينا، افغان ځواکونو تر اوسه تر ٣٠٠ ډېر عمليات د داعش ډلې پر ضد ترسره کړي دي، دغې ډلې ته يې ماتې ورکړې او سلګونه وسله وال يې ورته وژلي دي.
هغه وايي، د افغانستان د اعلى سرقوماندان په توګه لومړى تن و چې نړيوالو ته يې په سيمه کې د داعش د ګواښونو او خطرونو په اړه معلومات ورکړل.
اشرف غني وويل، په هېواد کې ځينې خلک ادعا کوي او تورونه پورې کوي چې ګوندې ځينې حکومتي چارواکي له داعش سره اړيکې لري يا ورسره مرستې کوي.
ولسمشر دغو خلکو ته په خطاب کې وويل: "راشئ په دې اړه د افغانستان په محاکمو کې خپلې ادعاوې ثابتې کړئ او که يې نه شئ کولى، نو څادر پر سر او په کور کښېنئ.))
نوموړي په دې حال کې د افغانستان د کورنيو چارو او ملي دفاع وزيران، د ملي امنيت رييس، د ملي امنيت شورا سلاکار او ځينې نور چارواکي دريځ ته راوغوښتل او ويې ويل چې دى په خپلو امنيتي مشرانو بشپړ باور او ډاډ لري.
ولسمشر غني د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو ستاينه وکړه چې په قربانيو ورکولو سره له خپلې خاورې څخه دفاع کوي.
هغه زياته کړه، د افغان ملي ځواکونو د قربانيو له امله، نن افغانستان په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي دي.
ده وويل: "افغان ملي ځواکونه ټولو افغانانو او د هېواد هرې سيمې پورې تړاو لري."
login or register a new account.