ژبه

امريکا: د ترهګرو پر وړاندې بې توپيره اقدامات خپله د پاکستان په ګټه دي

کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): د امريکا د دفاع وزير اسلام اباد ته له سفر مخکې ويلي، پاکستان پوهېږي چې ترهګرو سره بايد څه ډول چلند وشي.

د امريکا د دفاع وزير جيمز مټيس دغه څرګندونې پاکستان ته له سفر يوه ورځ مخکې کړې دي.

هغه زياته کړې، امريکا غواړي چې له پاکستان سره په ګډه د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي.

ده ويلي: "پاکستان پوهېږي چې له هګرو سره بايد څه ډول چلند وشي."

جيمز مټيس چې په واشنګټن کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې، زياته کړې چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال به د دغه هېواد له چارواکو، د سوېلي اسيا، په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې وکړي.

هغه هيله څرګنده کړې چې پاکستان به په دې سيمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ترسره کړي.

د امريکا ددفاع وزير وايي، پخپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې بې پوپيره اقدامات کول، د پاکستان په ګټه ده.

نوموړي زياته کړه، د پاکستان دغه بې توپيره اقدام دغه راز د ټولې سيمې د سولې او ثبات په ګټه ده.

مټيس دغه راز په ډاګه کړې ده چې د افغانستان امنيت د امريکا له لومړيتوبونو څخه دى او غواړي چې په افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال به د دفاع وزير جيمز مټيس د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان  عباسي او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وګوري.

د سرچينې په وينا، په دې ليدنو کې به د افغانستان سوله او امنيت د اجنډا په سر کې وي.

د سوېلي اسیا او افغانستان په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګلارې تر اعلان وروسته پاکستان ته د امريکا د دفاع وزير جيمز ماټيس دا لومړى سفر دى، تر دې مخکې تېره مياشت د بهرنيو چارو وزير رېکلس ټېلرسن هم اسلام اباد ته سفر کړى و.

login or register a new account.