ژبه

د چابهار بندر  پرانيستل شو

کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦) : د يو ميليارد ډالرو په پانګونې د ايران د چابهار بندر چې افغانستان او هندوستان سره نښلوي، د ايران د ولسمشر له خوا پرانيستل شو.

د چابهار بندر د ايران په سيستان بلوچستان کې موقعيت لري او د جوړولو تړون يې شاوخوا يو نيم کال مخکې يادو درې واړو هېوادونو لاسليک کړى و.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ليندۍ په ١٢مه، د افغانستان او هندوستان د پلاوو په شتون کې په رسمي توګه د دغه بندر د لومړي جوړ شوي فاز پرانيسته وکړه.

هغه زياته کړه، چابهار بندر د دې ظرفيت لري چې د ايران سوېل او شمال هېوادونه له اقيانوس بحر سره ونښلوي.

نوموړي وويل : " د دې بندر پرانيستل د ايران، چابهار او هغو هېوادونو لپاره تاريخي ورځ ده، چې له دې ګټه اخلي. "

د ايران ولسمشر وايي،دا د سوداګرۍ بحري دهليز دى چې ايران له نورو هېوادونو سره نښلوي.

روحاني زياتوي،ددې بندر اهميت په دې کې هم دى چې د اړوندو هېوادونو سوداګريز توکي په کم وخت کې رسېږي .

د هغه په وينا، له دې بندر څخه ډېره ګټه افغانستان ته رسېـږي، خو د منځنۍ اسيا هېوادونه له سوېلي اسيا او د اقيانوس بحر سره تړي.

دا بندر د هندوستان د يو ميليارد ډالرو په پانګونې جوړه شوى ده.

هندي سرچينو ويلي، دا بندر به  د ٨،٣ ميليونه ټنه سوداګريزو توکو د لېږد او رالېږد ظرفيت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په يوه مياشت کې هندوستان د دې بندر له لارې خپل عملياتي کارونه پيل کړي او افغانستان ته يې غنم رالېږلي دي.

هند وايي چې د چابهار بندر له فعاليدو سره به نه يواځې د افغانستان او هند ترمنځ ، بلکې له ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو سره به يې هم سوداګريزې اړيکې پياوړې شي. 

login or register a new account.