ګردېز (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٦): د پکتيا د بنوزيو قوم خلک وايي، دولت يې په غير قانوني ډول ځمکه لاندې کړې او کورونه يې نړولي دي.
ولايتي ادارې، کابو دوه اونۍ وړاندې د ګردېز اړوند په بنوزيو سيمه کې د مامورينو ښارګوټي پلان پلي کولو لپاره په ياده سيمه کې لسګونه کلاوې ونړولې او ويل يې وو چې ياده ځمکه دولتي ده او بنوزيو غصب کړې ده.
خو د دې سيمې خلکو په يوه خبري ناسته کې په والي او ګردېز ښاروال د تېري تور ولګاوه او ويې ويل، د دوی د ماشومانو او مېرمنو سپکاوی شوی او د استوګنې کورونه يې ورته وران کړي دي.
د حضرت خان په نوم د بنوزيو قومي مخور وويل، مسوول چارواکي دې بښنه ترې وغواړي او د ورانو شويو کورونو تاوان دې ورکړي.
ده د دې خبرې په کولو سره چې د نه جبران په صورت کې به جدي غبرګون وښيي، وويل: ((حکومت چې کومه رويه له موږ سره وکړه، څوک يې ولا که له روسانو سره وکړي؛ زموږ کلاوې يې را ړنګې کړې، تباه او برباد يې کړو، ښځو او ماشومانو ته يې هم ونه کتل، دا لوی سپکاوی دی.))
د عبدالله په نوم يوه بل مشر هم د ولايت مسوولين د بشر حقونو په نقض تورن کړل او ويې ويل، تر هغه چې ستونزه يې حل شوې نه وي، هېڅ کميسيون او کمېټې ته نه کېني.
دی وايي: ((تر هغه چې زموږ مشکل حل شوی نه وي، موږ هېڅ کميسيون ته نه کېنو او جالبه دا ده، چې زموږ په کور دعوه کوي او موږ ته وايي چې مسلمان ته به کېنو، مسلمان زما په کور څه پرېکړه کوي؟ ولې قانون ته نه راسره کېني؟))
د ياد قوم يو مدني فعال احمد نواز وايي، د ځمکې قضيه نه ده حل شوې او بايد تر هغه يې په اړه کوم اقدام نه وی شوی، څو يې په اړه پرېکړه نه وی شوې.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د يادو خلکو ادعا رد کړه او ويې ويل، هېڅ داسې کور او کلا نه ده ورانه شوې، چې کومه کورنۍ او ماشومان په کې مېشت وي.
دى وايي، که ياد خلک سم اسناد او شواهد ولري، دوی به يې د پرېکړې لپاره قضايه ارګان ته ولېږي، خو په خبره يې چې دوی يواځې کاغذونه لري، نه اسناد او شواهد.
نوموړي پژواک ته وويل: ((هېڅ داسې کور نه دی نړول شوی چې خلک دې په کې مېشت وي؛ ټولې خالي کلاوې ړنګې شوې دي. کومو کورونو کې چې خلک مېشت وو، هغوی ته وخت ورکړل شوی چې هغه بايد تخليه کړي او بيا به د هغو په اړه هم اقدام کېږي.))
login or register a new account.