کابل (پژواک، ۱۴ ليندۍ ٩٦): د امريکا د دفاع وزير له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې اقدامات دوه برابره زيات کړي.
د دفاع وزير جيمز مټيس پرون په يوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلى او هلته یې لومړى د پاکستان د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د دغه هېواد له لوړ پوړي پلاوي سره ليدلي دي.
دغه راز یې وروسته د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اصف قمر باجوه سره هم ځانګړې ليدنه کړې ده.
تر يادو ليدنو کتنو وروسته په اسلام اباد کې د امريکا له سفارته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دفاع وزير په دې ليدنو کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو د له منځه وړو لپاره اقدامات دوه برابره زيات کړي.
سرچينې زياته کړې، د امريکا د دفاع وزير ويلي چې له پاکستان سره به په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، جيمز مټيس د پاکستان د پوځ مشر ته په ډاګه کړې ده چې اوس هم ځينې کړۍ او کسان د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي.
د امريکا د دفاع وزير ويلي: ((موږ له پاکستانه مشخصې غوښتنې نه لرو، خو غواړو چې په ګډه کار وکړو.))
بلخوا د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا ليدنه ګټوره بلل شوې او زياته شوې چې پوځ د ترهګرۍ پر وړاندې تر خپلې برخې ډېر اقدامات کړي دي.
د پاکستان د پوځ مشر ادعا کړې ده چې ترهګر د افغانستان له خاورې پر دوى بريدونه کړي او له امريکا يې د دې د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
د امريکا دفاع وزير اسلام اباد ته له سفر مخکې ويلي وو، پاکستان پوهېږي چې له ترهګرو سره بايد څه ډول چلند وشي.
مټیس چې په واشنګټن کې يې له خبريالانو سره خبرې کولې، زياته کړې چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال به د دغه هېواد له چارواکو د سوېلي اسيا او په ځانګړې توګه د افغانستان پر موضوع خبرې کوي.
هغه زياته کړې وه، د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې بې پوپيره اقدامات کول، د پاکستان په ګټه ده.
login or register a new account.