ژبه

د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د افغان ماموريت پر پياوړي کولو خبرې کوي

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٦): د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيران په خپلې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغان ماموريت پر پياوړي کولو خبرې کوي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دغه سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې ناټو سازمان ته د ورپېښو امنيتي ننګونو تر څنګ، شمالي کوريا، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د ناټو د روزنې پر ماموريت خبرې کېږي.

سټولټنبرګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبانو ته د امريکا د متحدو ايالتونو د پيغام ملاتړ يې کړى دى.

د نوموړي اشاره په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن هغو ‌څرګندونو ته وه چې څو ورځې مخکې يې کړې وې.

هغه ويلي وو چې طالبان درې لارې لري: يا دې وسلې وغورځوي، يا دې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او يا دې له منځه تلو ته چمتو شي.

د ناټو سرمنشي يادې خبري غونډې ته وويل: "دا پيغام يواځې د امريکا نه، بلکې د ناټو هم دى."

نوموړي زياته کړه، غواړي په افغانستان کې خپل پوځي ځواک نور هم پياوړى کړي، څو افغان ځواکونو ته په ښه توګه روزنه ورکړل شي.

د هغه په وينا، کله چې افغان ځواکونه ښه روزنه ترلاسه کړي، نو دوى کولى شي چې له خپلو خلکو او خپلې خاورې ښه دفاع وکړى شي.

د ناټو سرمنشي وايي، دغه پخپله ترهګرو ته يو څرګند پيغام دى، چې دوى هېڅکله به د جګړې په ميدان کې بريا خپله نه کړي.

سټولټنبرګ وايي، طالبانو ته يوه لاره پاتې ده چې د سولې خبرو اترو لپاره له افغان حکومت سره پر يوه مېز کېني او دې شخړې ته سياسي حل لاره پيدا کړي.

هغه دا هم وويل چې په افغانستان کې حالات اوس هم کړکېچن دي، د تاوتريخوالي پېښې رامنځته کېږي، ترهګريز بريدونه کېږي او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع