ژبه

امريکا او ناټو هم د القاعدې او څو مهمو طالب مشرانو وژل کېدل تاييد کړي

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): امريکا او ناټو هم په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو د مهمو مشرانو د وژل کېدو پخلى کړى دى.

پرون د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د القاعدې د يو مهم مشر په ګډون شاوخوا ٨٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه عمليات په غزني، زابل او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوي، خو د عملياتو کره نېټه او ځاى يې نه وو په ډاګه کړي.

په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د القاعدې وژل شوى مشر عمر خطاب چې په عمر منصور مشهور و، د هند نيمه وچې سيمې لپاره د القاعدې دويم مشر و.

سرچينې زياته کړې چې هغه پر افغان او نړيوالو ځواکونو پر مخامخ بريدونو کې لاس درلود او له طالبانو سره يې د درنو وسلو په کارولو کې مرسته کوله.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن ويلي، دغو عمليات په ډاګه کړه چې افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړى.

ده زياته کړې: "دا عمليات د افغان ځانګړو ځواکونو وړتيا نوره هم په ډاګه کړه او موږ له دغو ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کوو."

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا شاه ولي اکا په ګډون د يو شمېر قوماندانانو وژل کېدل هم د افغان ځانګړي ځواک وړتيا په ګوته کوي.

له بلې خوا په واشنګټن کې د امريکا له دفاع وزارته هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د القاعدې او طالبانو د يادو مشرانو وژل کېدل تاييد شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان او ناټو ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.

هغه زياته کړې چې په غزني، زابل او پکتيا ولايتونو کې هېڅ دا ډول عمليات نه دي شوي او دا يې تش تبليغات ګڼلي دي.

login or register a new account.