کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۶): په کابل کې د "ټوټه" نومي بنداژ د توليد فابريکې مشر له پانګوالو وغوښتل چې د بنداژ د توليد په برخه کې دې پانګونه وکړي؛ ځکه اوسمهال د ده فابريکه يوازې لس سلنه اړتياوې پوره کوي.
يونس وياړ له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې افغان پانګوالو ته په خطاب کې وويل: "پردي هم موږ ټپيانوي او هم پټۍ را استوي، نو راځئ د خپلو ټپونو لپاره په خپله پټۍ جوړې کړو. "
دغه فابريکه د بنداژ د پروسس، توليد او بسته بندۍ د ۳۷ بېلابېلو دستګاو په درلودو سره د کابل ښار په ختيځ، کارته نو سيمې صنعتي پارکونو کې موقعيت لري او شاوخوا ۵۰ کسان کار په کې کوي.
د یادې فابريکې دغه چارواکي زياته کړه دا چې په هېواد کې دا ډول فابريکه نه وه نو دغه فابريکه يې کابو درې کاله وړاندې د کورنيو صنايعو د ودې او بهرنيو بازارونو ته د اړتيا نه پیدا کېډو په موخه د شاوخوا ۸۰۰زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره جوړه کړه.
د نوموړي په وينا، هغه بنداژ چې په دې فابريکه کې توليدېږي، ۹۳ سلنه خالصه پنبه ده، خو هغه بنداژونه چې افغانستان ته له نورو هېوادونو را واردېږي،۵۰ سلنه نخ يا سل سلنه له پلاستيک څخه جوړ شوي او د روغتیا لپاره ګټور نه دي.
نوموړي وويل چې دغه فابريکه به په راتلونکي کې پر بنداژ سربېره ګاز، ګازپد او بنداژګاز هم توليد کړي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال ډېری هغه بنداژونه چې د هېواد په روغتونونو کې کارېږي، له پاکستان، هند، چين او ايران څخه واردېږي، خو تمه کېږي چې له دې وروسته ټول روغتونونه له کورنيو توليداتو څخه کار واخلي، څو د هېواد صنعت وده وکړي.
هغه وويل چې دغه فابريکه په کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتيا، خوست او غزني کې د پلور څانګې جوړې کړې او په پام کې ده چې دغه څانګې د هېواد په ټولو ولایتونو کې فعالې کړي.
نوموړي زياته کړه: "موږ دوه کاله په تاوان مخ ته تلو، زموږ کرايه او لګښت تاوان و، خو له يو کال را په دېخوا خپل لګښتونه پوره کولای شو."
د هغه په وينا،د يادې فابريکې د کار د پيل په لومړيو کې،اومه توکو ( تار) ته لاسرسی سخت و، دوی له کورنيو بازارونو مالوچ برابرول او هغه به يې هند ته استول او له هغه ځايه بيا تار هېواد ته واردول، خو له اتو مياشتو له په دې دغه اومه توکي ( تار) په مزار شريف او هرات کې د تار د توليد له کارخانو څخه ترلاسه کوو چې له بهرنيو تارو څخه په ګرانه بيه تمامېږي.
نوموړي زياته کړه چې د تړونونو ترلاسه کولو په موخه له بېلابېلو وزارتونو سره خبرې دوام لري، خو تر اوسه مطلوبه پايله نه ده ترلاسه شوې او که د دفاع، کورنيو چارو او عامې روغتيا وزارتونو تړونونه ترلاسه شي، ياده فابريکه خپل فعاليتونه پراخولای شي.
هغه زياته کړه که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې ټاکنيزې مبارزې پر مهال له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ شعارونه ورکول، خو تر اوسه په دې اړه د حکومت له خوا هېڅ ډول ملاتړ نه دی شوی.
هغه زياته کړه چې ولسمشر له افغانانو څخه غوښتي وو چې په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي او فرمان يې هم صادر کړ چې که کورني توليدات له بهرنيو څخه ۲۵ سلنه لوړ هم وي، کورني توليداتو ته دې لومړيتوب ورکول شي ، تر اوسه يې ګټه نه ده ترې اخيستې.
د نوموړي په باور، د خصوصي سکتور پر وړاندې ډېرې ستونزې شته او که حکومت له کورنيو صنايعو څخه ملاتړ ونه کړي او پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، شک نشته چې کورنۍ صنايع به وده ونه کړي او دېوالي به شي.
نوموړي په ډاګه کړه چې ولسمشر غني د صنعت برخې ته ځانګړې پاملرنه لري، خو په ټېم کې يې داسې کسان نشته چې له صنعتکارانو څخه رښتينی ملاتړ وکړي.
هغه په ډاګه کړه: "خراب امنيتي شرايطو په افغانستان کې د پانګونې برخه سخته کړې ده، خو دا چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، نو ټول افغانستان مسووليت لري چې د هېواد په پراختيا او بيا رغونه کې ونډه واخلي، د خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړي. "
د نوموړي په وينا،دوامداره برېښنا ته د فابريکو د خاوندانو نه لاسرسی، د فابريکې لرونکو لپاره د ځمکو نه شتون او د هغو ملکيتونو د خاوندانو له خوا د لوړو کرايو ورکړه چې هېڅ ډول اقتصادي فعاليت نه لري، د افغان پانګوالو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.
نوموړي نيوکه وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د ځمکې ويشلو سيستم د "مافيا" په لاس کې دی او هغو کسانو ته ځمکې نه ورکول کېږي چې پانګونه کوي، بلکې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې نه فابريکه لري او نه کوم اقتصادي فعاليت لري.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د بهرنيو شيانو د پېرلو پر ځای دې له کورنيو توليداتو کار واخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









