کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٦) : ترکمنستان به افغان زده کوونکو ته د انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کې بورسونه ورکړي او افغانستان ته به د وارداتي برېښنا قیمت ټیټ کړي.
د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې ژمنې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال رشید مرادوف نن په کابل کي له اجرايیوي ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې، عبدالله په دې لیدنه کې د ترکمنستان له پخوانیو همکاریو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې هغه هېواد دې افغان زده کوونکو ته نور تحصیلي بورسونه ورکړي.
نوموړي زياته کړه چې افغانستان له ترکمنستان سره د انرژۍ، ترانسپورټ او ترانزیټ په برخو کې د همکاریو زیاتوالي ته لېوال دی او هیله لري چې په دې برخه کې دوه اړخیز بین الحکومتي کمېسيون لازم فعالیتونه وکړي.
هغه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د بادغیس، جوزجان او هرات ولایتونو ته د وارداتي برېښنا قیمت لږ کړي، څو د هغو سیمو له اوسېدونکو سره مرسته وشي.
اجرايیه ريیس همداراز یادونه وکړه چې ترکمنستان دې د افغانستان د جوزجان ولایت د خمیاب او قرقین په سیمو کې د سېلاب د اوبو او همداراز د امو سیند پر غاړه د اوبو له خطره د زراعتي ځمکو د تخریب او له منځه تګ په مخنیوي کې کاري-تخنیکي ټیمونه وګوماري.
د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دې لیدنه کې وویل، هېواد يې چمتو دی چې راتلونکی کال افغانانو ته د تعلیمي بورسونو شمېر ډېر کړي او د انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کي مشخص بورسونه ورکړي، څو د افغانستان اړتیا ورسره پوره شي.
د هغه په وينا، دوی په خپل حکومت کې پرېکړه کړي چې د افغانستان غربي ولایتونو ته به برېښنا یوازې په دوه سنټه باندې خرڅه کړي، څو د هغو سیمو له اوسېدونکو سره همکاري وشي.
نوموړي یادونه وکړه، چې حکومت به يې ډېر ژر د جوزجان ولایت د خمیاب او قرقین په سیمو کې د سېلاب د اوبو او د امو سیند له خاره د زراعتي او رهايشي ځمکو د تخریب د مخنیوي او لازمو اقداماتو په اړه کاري او تخنیکي ټیمونه وګوماري.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اجرايیه ريیس ته د هغه هېواد د جمهور ريیس بلنه هم ورکړه چې له هغه هیواد څخه يې د رسمي لیدنې لپاره لېږلې وه.
د افغانستان اجرايیه ريیس دغه دعوت قبول کړی، خو ويې ویل چې د وخت او اجنډا په اړه به يې د دواړو هېوادونو سفارتونه لازمه هماهنګي وکړي.
په دې ناسته کې د لاجوردو لارې څخه په ښې ګټي اخيستني، د کابل پروسې پر مجلس او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په نږدې راتلونکي کې د څو قراردادونو پر امضا هم خبرې وشوې.
login or register a new account.