ژبه

د افغانستان لوى درستيز له هندي چارواکو سره د پوځي همکاريو په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٦) : د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال محمد شريف يفتلي د هندوستان د پوځ له مشر او نورو چارواکو سره د پوځي همکاريو په اړه خبرې اترې کړې دي.

جنرال يفتلي څو ورځې مخکې د هندوستان له يوه پوځي روزنيز مرکز څخه د افغان افسرانو او سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللى دى.

د هندوستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له خوا دليندۍ په ٢٠مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خپرو شويو عکسونو او معلوماتو له مخې، جنرال يفتلي د هندوستان د وژل شويو سرتېرو پر څلي د ګلونو ګيډۍ کېښوده .

سرچينې زياته کړې، دغه راز د افغانستان د پوځ مشر نن د هندوستان د پوځ له مشر جنرال  بي پين روات او د هوايي ځواکونو له مرستيال قوماندان سره وليدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ليدنو کې  د افغانستان او هندوستان ترمنځ پر پوځي اړيکو او ستراتيژيکو موضوعاتو باندې خبرې اترې شوې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پوځي اړيکې زياتې شوې، هند افغانستان ته څلور پوځي چورلکې  ورکړې او سلګونه افسران او سرتېري په هندوستان کې تر پوځي روزنې لاندې نيولي دي.

login or register a new account.