ژبه

جرمني : له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو کې بېړه شوې

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٦) :  جرمني وايي چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتلو کې بېړه شوې او دوى غواړي چې سرتېري يې په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي.

دغه څرګندونې د جرمني د دفاع وزيرې اورسولا وان ډير ليوين پرون ناوخته افغانستان ته د سفر پر مهال په  بلخ  ولايت کې له خپلو سرتېرو څخه د ليدنې پر مهال کړې دي.

جرمني د ناټو دغوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې نږدې زر تنه سرتېري لري، چې په بلخ ولايت کې مېشت دي.

د دغه هېواد د دفاع وزيرې د ليندۍ په ٢٧مه، افغانستان ته يو ناڅاپي سفر وکړ او په  بلخ ولايت کې يې خپلو مېشتو سرتېرو او افسرانو ته وينا وکړه.

هغې زياته کړې، په افغانستان کې د ناټو ايساف ماموريت ډېر ژر پاى ته ورسېد او ډېرى نړيوال ځواکونه له دغه هېواده ووتل.

خو د جرمني ددفاع وزيرې هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې به روان تاوتريخوالى ژر تر ژره پاى ته ورسېږي.

د نوموړې په وينا، ناټو ځواکونه په ٢٠١٤ زېـږديز کال کې له افغانستان څخه ډېر ژر ووتل او په دې کار کې سره له دې چې په دغه هېواد کې شخړې لا روانې دي، ډېره بېړه وشوه.

مېرمن اورسولا وان وايي،  افغانستان د اوږودې مودې لپاره نړيوالو ځواکونو ته اړتيا لري.

د جرمني ددفاع وزيرې زياته کړې : (( په افغانستان کې بايد لا ډېر څه وشي، خو زه ډاډه يم  چې موږ له خپل ماموریت سره پر سم لور روان يوو.))

د هغې په وينا، افغان امنيتي ځواکونه لا هم د نړيوالو ځواکونو ملاتړ او روزنې ته اړتیا لري.

جرمني له تېرو ١٦ کلونو راهيسې د امريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه  او افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.

تر اوسه په افغانستان کې ددغه هېواد ٥٤ سرتېري په بېلا بېلو پېښو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.