ژبه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د  ملګرو ملتونو امنيت شورا به د افغانستان په اړه د دغه سازمان د سرمنشي پر راپور ځانګړې غونډه او بحث وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غونډه سبا د کابل پر وخت ماخوستن مهال د ملګرو ملتونو په مقر او د امريکا په نيويارک ښار کې جوړېږي.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان د وضعيت په اړه د سرمنشي انتونيو ګوترز پر  وروستي راپور بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه خپل بشپړ وروستى راپور تېره اوونۍ جوړ او امنيت شورا ته لېـږلى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تداميچي ياماموتو به د امنيت شورا غړو ته د غونډې د يوې برخې په توګه خپل راپور وړاندې کړي.

login or register a new account.