کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې د افغان ځواکونو د ښې روزنې په موخه په دغه هېواد کې د خپل ماموريت د سرتېرو شمېر زياتوي.
د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د فرانسې د يوه نظامي مرکز محصلينو ته د وينا پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، ناټو سازمان د دې لپاره جوړ شوى و چې د وخت د شوروي اتحاد مقابله او د لوېديځې اروپا امنيت، خپلواکي او ازادي خوندي کړي.
نوموړي وويل چې پر امريکا د القاعدې تر بريدونو وروسته ناټو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو قومانده پر غاړه واخيسته.
د ناټو سرمنشي د فرانسې د ياد نظامي مرکز محصلينو ته د دغه سازمان پر تاريخ، فعاليتونو، عملياتو او لاسته راوړنو بشپړ معلومات ورکړل.
جينز سټولټنبرګ وايي، روسيه د ناټو په ګاونډ کې دى، ناټو غواړي چې له روسيې سره ګټورې دفاعي اړيکې او خبرې اترې ولري.
ده زياته کړې: ((زموږ پر وړاندې يواځېنۍ ستونزه روسيه ده چې بايد ورسره معامله وشي.))
د نوموړي په وينا، پر امريکا تر بريدونو وروسته د ناټو سازمان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري پيل کړه.
هغه وايي، په افغانستان کې د دوى جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېد او د روزنې ماموريت يې ادامه لري.
خو د ناټو سرمنشي ويلي چې په افغانستان کې د روزنې د خپل ماموريت د سرتېرو شمېر ١٦زرو ته لوړوي، څو افغان ځواکونو ته په ښه توګه روزنه ورکړل شي.
جينز سټولټنبرګ زياته کړې چې د ناټو سازمان د داعش پر ضد د نړيوال ايتلاف غړى هم دى.
login or register a new account.