کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): د ولسي جرګې د رييس په مشرۍ يو پلاوى په يوه نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللى دى.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مرستيال زردشت شمس د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ افغان پلاوى پرون مازديګر اسلام اباد ته رسېدلى دى.
هغه زياته کړه چې ابراهيمي به نن په اسلام اباد کې جوړ شوي د شپږو هېوادونو د پارلماني رييسانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د شمس په وينا، په دغه کنفرانس کې د ا فغانستان تر څنګ د پاکستان، ايران، روسيې، ترکيې او چين د پارلمانونو رييسان هم ګډون کوي.
دى وايي چې اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان د ملي اسامبلۍ (ولسي جرګې) رييس اياز صادق د افغانستان د ولسي جرګې له رييس ابراهيمي سره وليدل.
زردشت شمس وويل چې په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د پارلمانونو تر منځ پر همکاريو خبرې وشوې.
login or register a new account.