کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦): د ملي يووالي حکومت وايي چې په هر صورت به د بلخ نوى والي معرفي کېږي.
ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخې د بلخ د والي عطاء محمد نور استعفا چې څو مياشتې مخکې يې ورکړې وه، منظوره کړه او د هغه پر ځاى يې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه وګوماره.
خو د بلخ پخوانى والي عطاء محمد نور د ولسمشر دا پرېکړه نه مني، هغه پرون يو ځل بيا پر ارګ او سپيدار ماڼۍ کلکې نيوکې وکړې او په ډاګه يې کړه چې څوک يې نه شي لرې کولى.
نوموړي چې پرون د ولايت مقام د غونډو په تالار کې ځايي چارواکو ته وينا کوله، زياته کړه: ((د بلخ والي وم، يم او وم به.))
د ملي يووالي حکومت يوې موثقې سرچينې د مرغومي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت کلک هوډ لري چې په هر صورت به بلخ ته نوى والي معرفي کوي.
سرچينې زياته کړې، عطاء محمد لرې کړل شوى، د قانون له مخې هغه حق نه لري چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
د حکومت دغه سرچينه وايي، هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دى او قانون به پر ټولو تطبيقيږي.
د بلخ پخوانى والي عطاء محمد نور ادعا کوي چې ده د يوې معاملې په صورت کې استعفا ورکړې وه، چې له مخې به يې ده ته امتيازات ورکول کېدل، خو اوس ارګ يو اړخيزه پرېکړه کړې ده.
هغه پرون په خپلو څرګندونو کې ويلي، که چېرې د جمعيت ګوند وغواړي او ارګ ورسره جوړ جاړى وکړي، نو حاضر دى چې خپله دنده پرېږدي.
login or register a new account.