ژبه

د پکتيا اوسېدونکي : پاکستان د ډيورنډ پر فرضي کرښې د اغزن سيم غځول پيل کړي

ګردېز(پژواک،١٢مرغومى٩٦): د پکتيا ولايت د سرحدی ولسواليو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونو پر  ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځول پيل کړي دي.

د دې سيمو اوسېدونکي وايي چې د سيم غځولو د مخنيوي لپاره يې قومي ناستې کړې، خو کار يې نه دی درول شوی او نه يې دولت پر وړاندې کوم اقدام کړی دی.

د ډنډپټان سرحدي ولسوالۍ د منګلو قومي مخور ښايسته جان احدي، چې د ډيورنډ کرښې ته نږدې اوسيږي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پاکستاني ځواکونو له تحرکاتو ناراضه دي او که دولت اجازه ورکړي خلک د تېر په څېر چمتو دي چې له خپلو پولو دفاع وکړي.

احدي وويل چې په سيمه کې د مېشتو خلکو  د مخنیوي اقدام د دولت له خوا د دريځ روښانه کېدو ته ځنډولی دی.

نوموړی وايي، د پاکستان حکومت ويلي چې د اغزن سيم د تېرولو پر مټ غواړي، د ترورېزم مخنيوی وکړي، خو په خبره يې په هغو سيمو کې اوس وسله وال مخالفين فعاله تګ راتګ لري چې ياد مزى پرې غځول شوى دى.

ده وويل: ((خلک نه پوهيږي چې دا تار ولې تېريږي، که د وسله والو د مخنيوي لپاره وي، هغه خو اوس هم شته او له هغې خوا رااوړي، زموږ دولت بايد دا مسله وڅېړي او خلکو ته واضح ځواب ورکړي.))

د پکتيا د ولايتي شورا غړي هم په دې اړه اندېښمن دي او وايي چې ولس کولی شي د دې يو طرفه کار مخه ونيسي.

د يادې شورا غړي ممتاز کرخېل پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونه هر کال د افغانستان خاورې ته راداخليږي او خپلې سرحدي پوستې رامخکې کوي.

کرخېل زياته کړه چې د پکتيا اوسېدونکو تل د خپل دولت ملاتړ کړی او په دې مسله کې هم د دولت دريځ ته ګوري؛ ځکه چې په خبره يې خپلسری اقدام د دولت د نه منلو په معنا دی.

نوموړی وايي:(( تنها دا يو څو پوستې نه دي، پاکستانيان هر کال يوه يا دوه پوستې مخ ته راتيږيږي، ولس د دې چاره کولی شي، خلک مرکزي ادارې ته ګوري، که چېرې دولت ناوسه وي، ولس لکه څنګه چې مخکې دفاع کړې، اوس هم په پوره مېړانه د دې پوستو چاره کولی شي.))

د حيران په نوم د سرحدي سيمې يو بل اوسېدونکی وايي چې پاکستاني ځواکونه له خپلو سيمو مخته راغلي او په هغو سيمو کې يې نوې پوستې جوړې کړې، چې مخکې په کې د افغان سرحدي پوليسو پوستې وې.

دی وايي: ((د پاکستانيانو پوستې مخکې هاخوا وې، اوس ډېرې دېخوا راغلې دي، خو زموږ دولت تر اوسه هېڅ نه دي ورته ويلې چې ولې رامخته شوې؟ او څه کار لرې؟))

login or register a new account.

ورته موضوع