ژبه

ناټو: د هسکې مېنې د ملکي مرګ ژوبلې څېړنه مو پيل کړې

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٦) : ناټو وايي چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد پر مهال د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې  په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

دوه ورځې مخکې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د ګډو هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال د لسګونو داعشيانو تر څنګ، يو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دې بريدونو کې د داعشيانو ترڅنګ يو ملکي وګړى هم وژل شوى او ١٤ نور ټپيان وو، خو د سيمې اوسېدونکي د ملکي مرګ ژوبلې کچه تر دې هم اوچته ښيي.

په کابل کې د ناټو دغوڅ ملاتړ ماموريت وايي چې دوى هم په ننګرهار ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې  له راپورونو خبر شوي دي.

ددغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر مسوول ټام ګريسبيک د مرغومي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه او ادعاوې جدي نيسي .

هغه زياته کړه، له افغان ځواکونو سره يې په ګډه په دې اړه کار پيل کړى، څو د يادې پېښې په اړه حقايق پيدا کړي.

نوموړى وايي: (( ملکي مرګ ژوبله د خواشينۍ وړ ده، موږ تر وروستي بريده هڅه کوو چې په جګړو کې ملکي وګړي خوندي وساتو.))

د ناټو دغه چارواکي وويل چې د يادې پېښې په اړه رسمي څېړنه پيل شوې  چې پايلې به يې  وروسته شريکې کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري پرون ويلي وو چې داعشيانو په هسکه مېنه کې له ملکي خلکو او د هغوى له کورونو د ډال په توګه کار اخيسته، چې له امله يې د هوايي بريدونو پر مهال يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.