ژبه

پر ډيورنډ پوله د اسامه بن لادن لمسى وژل شوى

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦) : يوې بريتانوۍ رسنۍ راپور ورکړى چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن لمسى پر ډيورنډ پوله د امريکايي عملياتو پر مهال وژل شوى دى.

د ( ډيلي ميل) په نامه برېتانوۍ رسنۍ د مرغومي په ١٤مه، خبر ورکړى چې د اسامه وژل شوى  لمسى  هم اسامه نومېده او د وژل کېدو پر مهال ١٢ کلن و.

سرچينې زياته کړې چې  کشر اسامه د مشر اسامه د مشر زوى حمزه  زوى دى.

يادې رسنۍ هغه ليک ترلاسه کړى چې د اسامه بن لادن کورنۍ له خوا خپور شوى او په کې د کشر اسامه د مړينې خبر ورکړل شوى دى.

دغه ليک چې د اسامه بن ﻻدن د زوى حمزه له خوا ليکل شوى  او د عرب ٢١ رسنۍ له لوري خپور شوى، په کې راغلي چې کشر اسامه د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امريکايي ځواکونو په بمبار کې وژل شوى، خو کره سيمه يې نه ده په ډاګه کړې.

خو ځينو نورو سرچينو ويلي چې کشر اسامه د ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

دغه راز  ياد ليک د القاعدې اړوند د ځينو نورو ټولنيزو او رسنيزو شبکو لخوا هم خپور شوى دى.

په دې ليک کې راغلي : (( موږ د خپل قهرمان پر شهادت غمرازي کوو، خداى دې وبښي.))

د اسامه بن لادن زوى ٢٨ کلن حمزه تېر کال په يوه  غږيز پيغام کې له خپلو پلويانو غوښتي وو، چې د امريکا پر ضد جګړې ته ادامه ورکړي.

د يادونې ده چې د امريکا استخباراتي ادارې سي اى اى، څو مياشتې مخکې د سلګونو زرو اسنادو د خپرولو پر مهال د اسامه بن لادن له کور څخه ځينې ترلاسه شوي اسناد او ويډيوګانې هم خپرې کړې وې چې په کې د حمزه د واده د مراسمو ويډيو هم وه.

login or register a new account.