ژبه

امنيت شورا د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو د محاکمې غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٦) : د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د کابل د وروستي ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ د ترهګرو ډلو د مسوولينو او مالي ملاتړ کوونکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د تېرې جمعې په شپه د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده د بنايي په سيمه کې د داعش له خوا په يوه ځانمرګي بريد کې ١٣ تنه ووژل شول او تر ٣٠ زيات ټپيان شول.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل وروستى بريد غندل شوى دى.

سرچينې د يادې پېښې د قربانيانو کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک ګڼلى او دوى ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړي دي.

د امنيت شورا ويلي، ترهګري چې په هره بڼه کې وي، د ټولې نړۍ امنيت او ثبات يې له ستر ګواښ سره مخ کړى دى.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ تنظيموونکي، ملاتړ کوونکي او مالي همکاري کوونکي بايد د محاکمې مېز ته راکش کړاى شي.

د  امنيت شورا ټولو ١٥ غړو له ټولو هېوادونو غوښتي دي چې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د مصوبې په رڼا کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي. 

login or register a new account.