ګردېز(پژواک،١٨مرغومى٩٦): د پکتيا اوسېدونکي او د راتلونکو پارلماني، ولايتي او ولسواليو شوراګانو ځينې احتمالي نوماندان له حکومت څخه غواړي چې له کړې ژمنې سره سم دې ټاکنې په حوزوي ډول تر سره کړي.
په حوزوي ټاکنو کې نوماندان اړ دي چې له خپلې ټاکلې حوزې څخه رايې ترلاسه کړي.
هره حوزه د نفوس له مخې ټاکل کيږي، کېداى شي يوه حوزه څو ولايتونه، څو ولسوالۍ او يا هم څو کلي وي.
تر دې وړاندې د افغانستان پارلماني او د ولايتي شورا ټاکنې د ولايت په کچه ترسره شوي او د نا امنۍ له امله د ولسواليو شوراګانو ټاکنې تر اوسه هېڅ نه دي ترسره شوي.
د اړوندې موضوع په اړه د مرغومي په ١٨مه د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې احتمالي نوماندان وايي چې له حوزوي ټاکنو سره محرومو سيمو ته ونډه رسيږي او د درغليو په کمي کې هم مرسته کوي.
راتلونکو ولايتي شورا ټاکنو ته نوماند حبيب الله مستعان وويل چې ډېرې سيمې او ولسوالۍ تر اوسه په ملي شورا او ولايتي شورا کې هېڅ استازی نه لري.
مستعان وايي چې اوسمهال په پارلمان کې شته د پکتيا پنځه واړه وکيلان د دوه قومونو او درې ولسواليو دي او پاتې قومونه او لس ولسوالۍ هېڅ استازى نه لري.
نوموړي وويل: ((په پکتيا کې اوس له يوه کلي نه دوه وکيلان هم لرو، له يوې ولسوالۍ درې او څلور وکيلان هم شته؛ پاتې ټولې سيمې او خلک محروم دي، د دې محروميت د مخنيوي او خاتمې لپاره بايد انتخابات حوزوي شي؛ دا د ټولو خلکو غوښتنه ده.))
دغه راز د تېرې سيمې قومي مخور پاينده خان وايي چې د هرې سيمې لپاره د يو مسوول شخص ټاکل کېدل له يوې خوا د ټاکنو شفافيت سره مرسته کوي او له بلې خوا ټاکل شوی استازی کولی شي د مشخصې سيمې چارې په ښه توګه تعقيب او د خلکو غږ تر مسوولينو ورسوي.
خان د تذکرو له مخې د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه هم اندېښمن دی او وايي چې په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې مېرمنې تذکرې نه لري.
ده وويل: ((که ډېرې سيمې وکيلان ولري دا به ډېره فايده وي. د تذکرو له مخې انتخابات ښه خبره ده، خو په هغه کې هم درغلي کېدی شي، د يوه کس په نوم دوه او درې تذکرې هم جوړې شوې دي؛ نو د دې لپاره بايد يو ښه سيسټم جوړ شي او تذکرې راکړل شي.))
همدارنګه مدني فعالې انارګلې په حوزوي ډول د ټاکنو په تر سره کېدو د ټينګار سربېره غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د تذکرو په اخيستو کې اسانتيا رامنځته شي، څو په کم وخت کې ډېر خلک تذکره تر لاسه او په ټاکنو کې ګډون وکولی شي.
نوموړې وايې: ((يوازې ښځې نه، بلکې ډېر سپين ږيري او مشران تذکرې نه لري؛ ښځې او نارينه يو شان حق لري چې رايه ورکړي يا رايه واخلي، نو چې تذکره ونه لري، نو څنګه به رايه ورکوي؛ د دې لپاره بايد د ټاکنو کمېسيون د احوال نفوس له ادارې سره په هماهنګي په ټولو ولايتونو کې د تذکرو ورکولو غرفې او دفترونه زيات او په تذکرې اخيستو کې سهولتونه راولي.))
د غونډې په پاى کې د سوېل ختيځ زون د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي بيا په بې پرې او رڼو ټاکنو ټينګار کوي او وايي چې د تېرو تجربو پر بنسټ د ښو ټاکنو تر سره کېدو لپاره هڅې روانې دي.
فيضي وويل چې د ټاکنو مرکزي کمېسيون، پکتيا ته د رايې ورکولو د ۲۳۹ وړانديزو شوو مرکزونو له ډلې ۱۹۷ منظور کړي دي.
نوموړی وايي چې د هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسيون د احصايې له مرکزي ادارې سره هوکړه ليک لاسليک کړی چې له مخې به يې د اسانتياوو رامنځته کولو پر بنسټ تر مطلوب وخته لس ميليونه کسانو ته تذکرې ورکړل شي.
ده زياته کړه: ((تېر کال زموږ د رايې ورکولو د مرکزونو شمېر ۲۱۲ وو، موږ هڅه کوو چې لږ تر لږه هغه شمېر ته يې ورسوو؛ انتخابات به د تذکرو له مخې وي او د دې لپاره انشاالله پوره تدابير روان دي چې د ښځو په ګډون ډېر خلک تذکرې ولري او انتخاباتو کې برخه واخلي.))
د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ به په ټول هېواد کې پارلماني، ولايتي او د ولسواليو شوراګانو ټاکنې په حوزوي ډول تر سره کيږي، خو له دې ډلې يې د پکتيا په ګډون ١٢ ولايتونه د نامعلومه دلايلو له مخې مستثنى کړي دي.