پل علم (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۶): د لوګر په مرکز کې سلګونه کوچيانو د خوست ولايت د يو شمېر اوسېدونکو پر ضد له دې امله لاريون وکړ چې لارې يې پرې تړلې دي.
د دغه لاريون کوونکو شمېر چې شاوخوا پنځه سوه کسانو ته رسېده، نن له غرمې مخکې يې د لوګر د مرکز پل علم په التمور سيمه کې لاريون کړى و.
د لاريون کوونکو له ډلې سالم جان کوچي پژواک ته وويل چې د خوست يو شمېر اوسېدونکو په دغه ولايت کې د دوى لارې تړلې او په څر ځايونو کې يې څارويو ته د څر اجازه نه ورکوي.
هغه زياته کړه: ((خوستيانو په خوست کې له موږ سره زور زياتى شروع کړى، لارې یې راباندې تړلې دي او کوښښ کوي چې کوچيان له خپلو سيمو وشړي.))
بل لاريون کوونکي ګلبت خان کوچي وويل چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې د خوستيانو پر ضد په لوګر کې لاريون کړى دى.
دى وايي: ((عجب وخت راغلى، اوس خوستيان مو خپلو ملکيتونو او سرکاري دښتو کې نه پرېږدي.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
دوى ويل که يې ستونزه هواره نه شي، نو په لوګر او ګردېز کې به د خوست لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.
خو بل لور ته د خوست والي حکم حان حبيبي د لاريون ځاى ته ورغلى و.
حبيبي له کوچيانو غوښتنه وکړه چې لاريون دې پاى ته ورسوي او ډېر ژر به يې ستونزه هواره کړي.
هغه زياته کړه: ((زه ژمنه کوم چې ستونزه به مو په دوو ورځو کې هواره کړم، تاسو له صبر او زغم څخه کار واخلئ.))
د حبيبي تر خبرو وروسته لاريون هم پاى ته ورسېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن