کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : د اندونيزيا سفير جلال اباد ته د سفر پر مهال د ننګرهار چارواکو سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ژمنه وکړه .
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندونيزيا سفير عارف رحمن نن جلال اباد ته سفر کړى و.
هغه زياته کړه چې نوموړي د ننګرهار ولايت د مستوفي عبدالله رقيبي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له مسوولينو او د علماوو له استازو سره ناسته وکړه .
د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي په دې ليدنه کې وويل، په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګومارنې سره په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د علماوو په استازيتوب خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د ننګرهار خلک د اندونيزيا له خلکو سره د اسلامي ورورولۍ له مخې نږدې اړيکې لري او هيله يې وښوده،چې د ياد هېواد د ديني عالمانو سره د ليدنې لپاره سفرونه ترسره کړي.
ددې ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال بيا د اندونيزيا له سفير څخه روغتيا پالو ته په بېلابېلو برخو او په ځانګړي ډول د سترګو د درملنې په برخه کې د روزنې ورکولو غوښتنه وکړه.
دغه راز نوموړي وويل، چې د اندونيزيا ديني عالمان د ګوزڼ واکسين د پلي کولو په برخه کې له افغان عالمانو سره بايد خپلې تجربې شريکې کړي.
په افغانستان کې د اندونيزيا سفير عارف رحمن ژمنه وکړه،چې په بېلابېلو برخو کې به يې هېواد له ننګرهار سره نږدې اړيکې وساتي .
هغه زياته کړه، چې د ننګرهار او د افغانستان د نورو ولايتونو ديني عالمانو ته به اندونيزيا هېواد ته د سفرونو لړۍ پيل کړي، ترڅو په دې کار سره په اسلامي نړۍ کې يووالی رامنخته او شته ستونزې هوارې شي.
د اندونيزيا سفير دغه راز د عامې روغتيا رييس ته هم په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ترسره کولو ډاډ ورکړ.
login or register a new account.