کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د امريکا پوځ يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد اقدامات وکړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د دې تر څنګ د امريکا يو سناتور هم د پوځ له مشر سره ټيلېفوني خبرې کړې، خو د دغه سناتور نوم يې نه دى افشا کړى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې دواړو ټيلېفوني اړيکو کې د پاکستان او امريکا پر وروستيو ترينګلو حالاتو خبرې شوې دي.
جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، د امريکا د پوځ مشر د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د دوى د قربانيو ستاينه او هيله يې څرګنده کړې چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ په اړيکو کې اوسنى تاوتريخوالى ژر پاى ته ورسېږي.
سرچينې ويلي چې د امريکا دغه پوځي چارواکي جنرال باجوه ته د پوځي مرستو بندولو په اړه معلومات ورکړل او له هغه يې وغوښتل چې د هغو افغان وسله والو پر ضد اقدامات وکړي چې د پاکستان خاوره د افغانستان او امريکا پر ضد کاروي.
د سرچينې په وينا، جنرال باجوه امريکايي جنرال ته په ډاګه کړې چې دوى په خپل هېواد کې له کوم توپير پرته د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، امريکايي جنرال ډاډ ورکړى چې هېواد به يې د پاکستان په خاوره کې يو اړخيزه اقدامات نه کوي.
بلخوا د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند جان تهوماس ويلي چې دوى په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو پر فعاليتونو اندېښنې لري او غواړي چې په مثبته توګه يې دا اندېښنې رفع شي.
د پاکستان او امريکا اړيکې هغه مهال ترينګلې شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي کال په اړه په يوه ټويټ کې پاکستان د ترهګرو پر ساتنې او پالنې تورن کړ.
امريکا له هغه وروسته پر پاکستان نږدې دوه ميليارده ډالره مرستې هم بندې کړې دي.
login or register a new account.