ګردېز (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٦): د پکتيا والي وايي چې د دغه ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د مرغومي په ٢٥مه د دغه ولايت د ختيځو ولسواليو له ډلې احمدخېلو ته د سفر په ترڅ کې وويل چې په ياده ولسوالۍ کې د "نرۍ خولې" په نوم د برېښنا بند جوړولو لپاره شل ميليونه ډالر منظور شوي دي.
کټوازی وايي چې د دغه بند جوړولو چاره ځکه اسانه ده چې د اوبو راټولېدو لپاره غرونه د کاسې په بڼه جوړ شوي دي.
نوموړي پژواک ته وويل چې د دغه بند له جوړېدو سره به د څمکنيو او ډنډپټان ولسواليو ډېرې شاړې ځمکې خړوبې او ګڼو کورونو ته به برېښنا ورکړل شي.
دی وايي: ((د ولسمشر په پاملرنه دغه بند منظور شو، د راتلونکي کال په لومړيو کې به يې لومړني کارونه پيل شي او انشاالله تر راتلونکو درېیو کلونو به يې چارې بشپړې شي.))
د سيمې خلک د بند جوړېدو پر منظورۍ ډېر خوښ دي او وايي له دولت او اړوندو ادارو سره به تر وسه همکاري وکړي.
د احمدخېلو اوسېدونکي جمال پژواک ته وويل چې د بند له جوړېدو سره کرنه وده کوي چې د همدې کرنيزې ودې او برېښنايي اسانتيا په مټ به د خلکو په ژوند کې ژور مثبت بدلون راشي.
دی وايي: ((کله چې دا زېری موږ ته واورول شو چې بوديجه منظوره شوې او له ژمي وروسته يې کارونه شروع کېږي، بېخي زيات خوشاله شو، برق د خدای تعالی لوی نعمت دی، له دې سره مو ښې اينده ته هيلې لا زياتې شوې، له خپل دولت سره به د بند په کارونو او امنيت کې پوره همکاري کوو.))
دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روحاني په سيمه کې پژواک ته وويل چې د بند د سيمې د امنيت لپاره به له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ لا ښه او لازم امنيتي تدابير ونيول شي.
روحاني وايي: ((زموږ وظيفه ده چې د خلکو عامه نظم او امنيت تامين کړو، هغه خلاوې چې موجودې دي انشاالله هغه معلوموو او د بند امنيت نيسو.))
ولسمشر غني کابو درې مياشتې وړاندې پکتيا ته په خپل سفر کې د مچلغو سربېره د دغه بند جوړولو ژمنه هم کړې وه.
د مچلغو بند جوړېدو تړون شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په ۲۳ ميليونه ډالره له يوه روسي شرکت سره لاسليک شو.
login or register a new account.