ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيت او برېښنا نشتوالی لا هم ننګرهار کې د پانګونې پر وړاندې خنډ دی”

“د امنيت او برېښنا نشتوالی لا هم ننګرهار کې د پانګونې پر وړاندې خنډ دی”

author avatar
16 Jan 2018 - 15:28
“د امنيت او برېښنا نشتوالی لا هم ننګرهار کې د پانګونې پر وړاندې خنډ دی”
author avatar
16 Jan 2018 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۶): د ننګرهار سوداګرۍ او صنايعو رييس وايي چې لا هم په دغه ولايت کې د امنيت او برېښنا نه شتون د پانګونې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

دی وايي، په دغه ولايت کې دوه ستر صنعتي پارکونه هم د همدغو ستونزو له امله نه دي فعال شوي او يوازې يوه کې ۶۰ فابريکې فعالې دي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس شېرعالم امله وال دا څرګندونې د مرغومي په ۲۶مه د دغه رياست د يو کلن فعاليت په تړاو د معلوماتو ورکولو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيو ته وکړې.

د امله وال په وينا ، ۱۳۹۶ لمريز کال دغه رياست د جوازونو د وېش له لارې ۵۹ ميليونه ۲۲۶زره او ۵۷۰ افغانۍ عوايد راټول کړي چې د تېر کال په پرتله يې ۳۳ ميليونه افغانۍ ډېروالی په کې راغلی دی.

هغه زياته کړه: ((موږ ۱۳۹۶ کال کې ټول ۲۳۳۲ جوازونه ويشلي، چې ۴۴۰ يې نوي او پاتې يې د تمديد، تجديد او يا هم تغيير کارونه دي، ۱۳۹۵ کال کې دغه شمېر د ۱۶۸۸ ټوليزې او ۳۵۸ نوې وې.))

د سوداګرۍ او صنايعو رييس د تېر کال په پرتله سږ کال د خپلو عوايدو لوړوالی د زياتو جوازونو وېش او د جوازونو د وېش زياتوالی د چارو په الکترونيکي کولو پورې تړي.

امله وال وايي چې په ننګرهار کې درې ستر صنعتي پارکونه شته چې دوه هغه يې د برېښنا او امنيت د نشتوالي له امله غیر فعال او په يوه کې يې يوازې ۶۰ فابريکې فعالې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د شيخ مصري صنعتي پارک د ۶۳۵ فابريکو ظرفيت لري چې يوازې شپېته يې فعالې شوې، د حصارشاهي پارک د ۳۰۰ فابريکو او د غالۍ اوبدونکو پارک د ۲۰۷ فابريکو ظرفيت لري چې په دغو دواړو کې يوه فابريکه هم فعاله نه ده.

د سوداګرۍ رييس وايي، اوس مهال په ننګرهار کې ۲۷۳ بېلابېل ډوله لوی او وړې فابريکې فعالې دي، چې ډېرې يې په جلال اباد ښار کې موجودې دي.

هغه وايي، په دغو فابريکو کې د اوسپنې ويلې کولو، مرمر ډبرو، نجارۍ، فلزکارۍ، خوراکي توکو، ايوډين لرونکې مالګې، ټوکر او يو شمېر نورو د توليد چارې مخې ته وړل کېږي چې ۱۱زره کسانو ته يې کاري زمينې برابرې کړې دي.

امله وال د غصب په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دننه په پارک کې غصب نه لرو، د احاطې دېوال نه دی موجود؛ نو ځکه د پارک په څنډو کې يو څه غصب شته؛ خو کله چې د احاطې دېوال جوړ شو؛ نو دغه ستونزه حلېدونکې ده.))

هغه ډاډ ورکړ، که د امنيت او برېښنا ستونزه حل شي؛ نو ننګرهار کې ډېر پانګوال چمتو دي چې پانګه اچونه وکړي، فابریکې جوړې کړي او زرګونه خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.