کابل (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٦): امريکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي دي چې په خپله خاوره کې د حقاني ډلې پر ضد جدي اقدامات وکړي.
په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس ويلز دا څرګندونې اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې مېرمن وېلس له پاکستاني چارواکو سره په ليدنو کې له هغوى غوښتي چې په خپله خاوره کې د حقاني ډلې او نورو ترهګرو ډلو موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنو پر مهال مېرمن ايلس وېلز له پاکستان سره د امريکا پر اړيکو خبرې کړې او ټينګار يې کړى چې دا اړيکې بايد له سره په يوه نوې لارې ورغول شي.
د امريکا سفارت د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د پاکستان د هلو ځلو ستاينه کړې او په ډاګه کړې یې ده چې د سوېلي اسيا په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې تګلاره نه يواځې د افغانستان د ثبات لپاره، بلکې په دې سيمه کې داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره چې پاکستان او امريکا دواړو ته ګواښ دى، ګټوره ده.
نوموړې له کوم توپير پرته د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد پر مبارزې ټينګار کړی دی.
پاکستان تل ويلي چې په خپله خاوره کې يې د ترهګرو پر ضد مبارزه کړې او د حقاني ډلې په ګډون يې نورو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړې ده.
د سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ايلس ويلز په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کړى چې د نوي زېږديز کال په پيل کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ټويټ د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې کړې دي.
login or register a new account.