ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کبانو روزنې فارمونو په کور دننه د کبانو اړتيا پوره کړې

ننګرهار کې د کبانو روزنې فارمونو په کور دننه د کبانو اړتيا پوره کړې

author avatar
17 Jan 2018 - 15:47
ننګرهار کې د کبانو روزنې فارمونو په کور دننه د کبانو اړتيا پوره کړې
author avatar
17 Jan 2018 - 15:47

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۹۶): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د کبانو روزنې چارو ښه پرمختګ کړی او سلګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، يوازې په سره رود او بهسودو ولسواليو کې د کبانو روزنې دېرش لوی فارمونه جوړ شوي چې هر فارم يې په يوه روزنيزه دوره کې له دوو ټنو نيولې تر شلو ټنو پورې ماهيان روزلی شي.

دغه رياست وايي، د يو ورځنيو کبانو د نشتوالي ستونزه لا هم شته، خو د حل لپاره يې د کبانو د توليد دستګاه (هېچري) جوړولو چارې پيل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفېع الله رحيمزي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې چارې ډېر پرمختګ کړی دی.

رحيمزی وړاندې وايي: ((دا چې  د کبانو روزنې ته د ننګرهار ولايت هوا برابره ده او دلته تود بازار هم شته، له نورو ولايتونو هم ننګرهار ته خلک د ماهيانو د خوراک لپاره راځي؛ نو وزارت هم دغه ولايت ته لومړيتوب ورکړ.))

هغه وايي، يوازې سږ کال په سره رود او بهسودو ولسواليو کې د کبانو روزنې ۲۰ فارمونه د دولت په بوديجه او لس نور د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو فارمونو هر يو يې په يوه روزنيزه موده کې د دوه زره کبانو د روزنې وړتيا لري چې اندازه يې له دوو ټنو څخه تر شلو ټنو رسېږي.

د کرنې او مالدارۍ رييس وايي، د کبانو روزنې او دلته د فارمونو جوړېدو سلګونه خلکو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره کړې ده.

هغه وايي: ((هر فارم کې تقريباً له درېيو نه نيولې تر لسو کسانو ته د کار زمينه برابره ده، د ماهيانو بازار ته د وړلو، د پلور، پاکولو او هوټلونو کې د پخولو په برخه کې که موږ حساب وکړو، سلګونه کسانو ته يې کاري زمينې برابرې کړې دي.))

رحيمزي زياته کړه چې لا هم د نسلي يا يو ورځني کبانو نه موجوديت د دغه کار پر وړاندې لوی خنډ دی، خو د دايمي حل لپاره يې د توليد يوه کارخانه (هېچري) تر کار لاندې ده.

دی وايي چې اوسمهال يو ورځني يا نسلي کبان له پاکستان څخه راوړل کېږي، خو په نږدې راتلونکي کې به په سره رود ولسوالۍ کې د هېچرې په نوم يوه دستګاه فعاله شي چې د کبانو توليد به کوي.

د هغه په وينا، دغه دستګاه په يوه وخت د دوو ميليونو کبانو د توليد ظرفيت لري چې پر ننګرهار سربېره به د نورو ولايتونو اړتيا هم پوره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.