کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩٦): د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د قبايلي سيمې په اورکزو ايجنسۍ کې د امريکا په يوه بې پيلوټه هوايي بريد کې د حقاني ډلې قوماندان وژل شوى دى.
پاکستاني رسنيو د سلواغې په ٤مه د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې دغه بريد نن سهار وخته د اورکزو ايجنسۍ او شمالي وزيرستان تر منځ د سپين ټل سيمې د ډپه ماموزۍ په سيمه کې شوى دی.
سرچينې زياته کړې، د امريکا يوې بې پیلوټه الوتکې د حقاني ډلې پر يوه مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
امنيتي سرچينو ويلي چې د حقاني ډلې وژل شوى قوماندان احسان نومېده چې په خوريې مشهور و.
د راپورونو له مخې، په دغه بريد کې ياد مرکز هم ويجاړ شوى دى.
د امريکا بې پيلوټه الوتکې په داسې حال کې پر حقاني ډلې بريد کړى چې افغان حکومت د کابل پر انټر کانټېننټال هوټل د بريد مسووليت پر حقاني ډلې اچولى دى.
تر ياد بريد وروسته امريکا د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د حقاني ډلې او طالب مشران له خپلې خاورې وباسي او افغان حکومت ته يې وسپاري.
خو پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن