کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکتر عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
زاخېلوال د سلواغې په ٥مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن سهار يې د پاکستان د پوځ له مشر سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو، پر يو بل باور او د باور فضا رامنځته کولو او په دواړو هېوادونو کې د سولې او خوشحالۍ راوستلو په اړه بحث کړى دى.
د افغانستان سفير د پاکستان د پوځ له مشر سره په داسې حال کې خبرې کړې چې پر پاکستان د امريکا فشارونه زيات شوي او پاکستان يې په ځواب کې افغان کډوالو ته په يوه مياشت کې د وتلو امر کړى دى.
پاکستان تېره مياشت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې مېشت شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال بايد د جنورۍ له ٣١مې وروسته له دغه هېواد څخه ووځي.
د افغانستان سفير دغه راز په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ تر څنګ په اسلام اباد کې د يو شمېر نورو هېوادونو له سفيرانو سره هم ليدلي او د کډوالو پر موضوع يې ورسره خبرې کړې دي.
login or register a new account.