ګردېز (پژواک، ٧ سلواغه ٩٦): د پکتيا د شپږ ولسواليو خلک او سوداګرو د څمکنيو ولسوالۍ په مرکز کې د بانکي څانګې جوړېدو غوښتنه کوي او وايي چې د بانک د نه شتون له امله په مالي راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي.
د څمکنيو، جاني خېل، لجه منګل، اريوب ځاځي، احمدخېل او ډنډپټان ولسواليو پر اوسېدونکو او سوداګرو سربېره د يادو سيمو ملکي او پوځي کارکوونکي هم ياده ستونزه جدي بولي او وايي چې د پيسو د لېږد پر مهال د لارې په اوږدو کې د نا امنۍ ګواښونو سره مخ وي.
د څمکنيو اوسېدونکی او سوداګر عبدالله د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بانکي سيستم د نه شتون له امله ډاډه سوداګري نه شي کولی.
عبدالله وايي: ((موږ ځان سره پيسې مرکز ګردېز يا کابل ته نه شو وړلی، مشکل دا دی چې په لاره کې غله او امنيتي ستونزې وي. د تجارت لپاره پيسې نه شو لېږلی او نه يې څوک وړي؛ ځکه په لاره کې د لوټل کېدو خطره وي.))
د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی رسول خان وايي چې له کلونو راهيسې خلک د څمکنيو په مرکز کې د بانک د څانګې پرانيستلو غوښتنه کوي خو په خبره يې تر اوسه ورسره يوازې ژمنې شوې دي.
خان وويل چې د بانک څانګې له پرانيستل کېدو سره به خلکو ته مالي او سوداګريزې اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((د بانک څانګې ته سخت ضرورت دی، دا سهولت بايد خلکو ته برابر شي، اوس څوک پيسې نشي انتقالولی، له سلو مشکلاتو سره مخ کيږي.))
د لجه منګل اوسېدونکي او د ملي اردو سرتېري بازمحمد وايي چې يوازې په څمکنيو کې زرګونه امنيتي سرتېري مېشت دي او د تنخواو د اخيستو پر مهال ګردېز ته په لاره له ستونزو سره مخ کېږي.
بازمحمد د تېر کال پېښه يادوي چې وسله والو طالبانو د لارې په اوږدو کې د سيدکرم ولسوالۍ په يوه اړوند سيمه کې د پوليسو د تنخواو لېږدوونکی يا معتمد وژلی او شاوخوا شپږ ميليونه افغانۍ يې ترې وړې وې.
نوموړی وايي: ((دلته شاوخوا اووه زره ملي او محلي پوليس او پاڅون کوونکي دي؛ درې کنډکونه د اردو او دوه کنډکونه د سرحدي پوليسو دي، کله چې د معاشونو اخيستو لپاره مرکز ګردېز ته ځو، ډله ييز به ځو، يوازې تګ مشکلات لري؛ نو دلته بانک ته اشد ضرورت دی او له مسوولينو غواړو چې دلته بانک خلاص کړي.))
د مرکز ګردېز اوسېدونکی مخلص افغان هم په څمکنيو کې د بانک څانګه مهمه بولي او وايي چې له دې سره له يوې د هغې سيمې اوسېدونکو ته لويه اسانتيا برابرېږي او له بلې خوا به دلته خلکو ته په معاش اخيستو کې ګڼه ګوڼه کمه او اسانتيا وي.
افغان پژواک ته وويل: ((کله چې معاش حواله شي ځينو خلکو ته په درېیو ورځو کې هم نوبت نه ورځي؛ ځکه له څمکنيو او شاوخوا سيمو هم خلک مجبور دي ګردېز کې معاش واخلي، دا مشکل په روژه او اخترونو کې بېخي زيات وي.))
login or register a new account.