ګردېز(پژواک،١٠سلواغه٩٦): د پکتيا د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شوي لسګونه تنه شکايت کوي چې د کار کولو زمينه ورته نشته دى.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست د حرفوي زده کړو له مرکز څخه په تېرو شپږ مياشتو کې۱۵۰ تنه نجوني او هلکان فارغ شوي دي.
دغو کسانو ته د نجارۍ، خياطۍ، راډيو او تلوېزيون جوړولو، پردو جوړولو، خامک او مرۍ کنډولو په برخو کې زده کړې ورکول شوې دي.
د دې کسانو له ډلې څخه فارغې شوې عايشې د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پردو جوړولو، خامک او مرۍ کنډولو په برخو کې يې زده کړې کړې دي.
هغې وويل: ((موږ خو په دې برخو کې کار زده کړ، خو مارکېټ نه لرو، په کليو کې يې څوک اخلي نه او که پيدا هم شي په ډېر کمه بيه به وي؛ ډېرې داسې ښځې شته چې ډېر ښه شيان يې جوړ کړي، خو دا چې د خرڅلاو بازار نشته، په کور کې يې ږدي.))
دغه راز د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي ضابط ګل پژواک ته وويل چې د راډيو، تلوېزيون د جوړولو په برخه کې زده کړې کړې دي.
هغه وويل:((ښه ده چې دا کارونه ولسواليو ته هم وغځيږي، د دې يوه ګټه دا ده چې معيوبين يې هم زده کولی شي خو د کار زمينه يې برابره نه ده.))
خو د نجارۍ له برخې فارغ شوی محمداسحق بيا شکايت کوي چې نه سمې زده کړې ورکړل شوې او نه د کاري برخې اړوند هغه وسايل چې په لومړيو کې يې ور سره ژمنه شوې وه.
ده وويل: ((هېڅ زده کړې مو نه دي کړي، استادانو به هسې وخت تېراوه، په شپږ مياشتو کې مو داسې څه نه دي زده کړي چې واقعا کار وکړای شو. موږ ته يې ويلي و، چې په اخره کې به سامان هم درکړو، خو اوس يې فقط د زر يا دوه زرو روپيو شيان راکړي دي.))
له ياد شوي مرکز څخه نورو فارغ شويو کسانو هم ورته شکايت درلود.
خو د دې پروژې د پلې کوونکې NSDP موسـسې د سوېل ختيځ زون مسوول طالب جان فضلي بيا وايي چې يادو کسانو ته په سم ډول زده کړې، د مياشتې ټاکل شوې زر افغانۍ ترانسپورټ او په پای کې مواد ورکړل شوي دي.
فضلي وويل: ((له لايحې سره سم د کار په پای کې د ضرورت وړ شيان، چې قيمت يې د څلورنيم او پنځه زره افغانيو تر منځ دی، ورکړل شوي دي.))
login or register a new account.