ژبه

ولايتي شورا: په وروستيو نا امنيو کې ښکېل چارواکي دې رسوا او مجازات شي

ګردېز (پژواک، ١٢ سلواغه ٩٦): د پکتيا د ولايتي شورا غړو وروستۍ نا امنۍ اسلام او بشر ضد جنايت ياد کړ او د ورته پېښو د مخنيوي لپاره يې پر زياتو کشفي او امنيتي تدابيرو ټينګار وکړ.

دوی وايي چې يادې پېښې د بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا د دولت د ځينو لوړپوړو کسانو په مرسته رامنځته کېږي.

د دې شورا رييس عبدالمالک ځاځي وويل چې د يادو ځانمرګو بریدونو او چاودنو عاملين د اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستو خپلو کرغېړنو موخو ته د رسېدو لپاره بې ګناه خلک وژني.

ځاځی امريکا او متحدين يې هم پر دوه مخۍ او ناغېړۍ تورنوي او وايي چې ياد هېواد هم د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مخلصانه کار نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((ځيني سياسيون او ګوندونه د نورو لپاره کار کوي او په دې پېښو کې لاس لري؛ دا د نظام داخلي دښمنان دي او بايد په هره لاره چې وي، تشخيص، ملت ته ښکاره او سخت مجازات شي.))

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي محمدرحمن قادري وايي چې استخباراتي ادارې او ځيني سفارتونه د خپلو ګټو لپاره د وکيلانو په مټ په ادارو کې لاسوهنې او ګومارنې کوي.

قادري وويل: ((دا ډول پېښو کې کابل مېشتي سفارتونه او د نظام د داخل کسان لاس لري، د روابطو پر اساس مقرر شوي کسان انتحار او انفجار ته لار هواروي.))

دغه راز د دې شورا بل غړي الامير بهرامزی وايي چې خلک د دولت او د وروستيو جدي اقدماتو ملاتړي دي او له دولته غواړي چې په وروستيو پېښو کې د پاکستاني استخباراتو د ښکېلتيا اړوند اسناد او شواهد ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ته وړاندې کړي.

بهرامزي وويل: ((موږ او ولس ټول د خپل دولت ملاتړ کوو؛ ځکه د بساينې لور ته روان يو، مغرض ګاونډيان مو دا نشي زغملی او په هر ډول وحشت لاس پورې کوي. د ترهګرو ځای او ملاتړي يې معلوم دي او نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې دا ګډ مسوليت تر سره او پر وړاندې يې سخت اقدام وکړي.))

د ولايتي شورا منشي جنت خان څمکنی بيا په سياسيونو او د دولت له اپوزېسيون څخه غواړي چې حساس حالت درک کړي او د ملت او دولت تر څنګ ودريږي.

څمکنی وويل چې ځيني کسان د خپلو ګټو او مطرح کېدو لپاره ناسمې څرګندونې کوي، خلک پاروي او په دې ډول د دښمن ژرندې ته اوبه ورکوي.

دی وايي: ((دا د ټولو ګډ غم دی، خو ځیني سياسيون هر څه په خپله ګټه د څرخولو کوشش کوي او د هېواد حالاتو ته نه ګوري. ماين ښارونو ته عادي کسان نه شي انتقالولی او نه يې عادي کسان په امبولانس کې ځای پر ځای کولی شي، زموږ کشفي ارګانونه بايد قوي عمل وکړي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.