ژبه

غزني کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه لویه زېرمه کشف شوې

غزني ښار (پژواک،١٦سلواغه٩٦): د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولين وايي چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو يوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې دسلواغې په ١٦مه په سوېل ختيځ  کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ياده ډيپو په جات کندر، بالايی او سليمانزيو کليو کې د اردو او پوليسو د ګډو عملياتو پر مهال کشف او ترلاسه شوې ده.

د خبرپاڼې په حواله، په دې زېرمه کې په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي ۳۰ بورۍ مواد، ۲۵۵ بېلابېل ماينونه او د هاوان او پيکا سلګونه مرمۍ نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دې عملياتو کې د ملي اردو لس نظامي دريشۍ هم تر لاسه شوې دي.

د قول اردو د مسوولينو په خبره، په يادو کليو کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال ١٤ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي او ډاډسن موټر او په کې نصب شوى زيکويک يې هم له منځه وړل شوي دي.

دوی وايي چې په عملياتو کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی. 

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.