ژبه

د پکتیا د ډنډپټان خلکو پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تحرکاتو پر ضد لاریون وکړ

ګردېز (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٦): د پکتيا د سرحدي ډنډپټان ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د ډيورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو د وروستيو تحرکاتو پر ضد لاريون وکړ.

دوی ويل چې پاکستان غواړي د دې کرښې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او اغزن سیم هم وغځوي.

د لاريون کوونکو په استازيتوب مدين ستياوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک د پاکستاني سرحدي ځواکونو له تېري او ناسمو اقداماتو خپه او غوسه دي.

ستياوال ټينګار کوي چې دولت بايد د ګاونډي هېواد د هر ډول تېري پر وړاندې جدي ځواب ووايي.

نوموړي زياته کړه: ((ټول خلک له دغه حالته په تنګ راغلي او غواړي په خپل لاس پنجابيانو ته ځواب ورکړي.))

بل لاريون کوونکي عبدالله پژواک ته وويل چې پاکستاني ځواکونو په دې وروستيو کې د ډيورنډ فرضي کرښې په ډېرو برخو اغزن سیم غځولى او  د دغه کار په دوام غواړي، صفري نقطې او افغان خاورې ته را داخل شي.

دی وايي: ((موږ نه پوهېږو چې دولت څه ته ګوري او ولې اقدام نه کوي؟ خلک ټول له دولت او امنيتي ځواکونو سره دي او تيار دي چې په ګډه يې هر څه ايسته ور وغورځوي او خوله يې ور ماته کړي.))

د ولايتي شورا غړی او د دې سيمې اوسېدونکی ممتاز کرخېل هم وايي چې خلک نه غواړي خپلسری عمل وکړي، د مرکزي او ولايتي ادارې ځواب ته په تمه دي.

کرخېل وويل: ((سرحد او سرحدي سيمې تل خلکو ساتلې، اوس يې هم ساتلی شي او پوره چمتو دي، خو خپلسری عمل به د نظام د نه منلو يا کم ارزښته ګڼلو په معنا وي او خلک دغه کار ځکه نه کوي چې تل د نظام تر څنګ او ملاتړي پاتې شوي دي.))

ده وويل چې مسوولين بايد دې مهمې مسئلې ته جدي پام وکړي يا دې خلکو ته اجازه ورکړي او يا دې هم خپله دغه مسئله حل کړي.

ولايتي اداره وايي چې سيمه او جريان يې تر نظر لاندې دي او د بهرنيانو هر ډول ناوړه عمل ته به ځواب ورکړي.

د والي وياند عبدالله حسرت د پاکستاني ځواکونو د رامخې ته کېدو يا په افغان خاوره کې د پوستو د جوړولو خبره تشه اوازه او ناسمه بولي او وايي چې په سيمه کې شته افغان سرحدي ځواکونه چمتوي دي د هر ډول تېري مخنيوی وکړي او سخت ځواب ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع