جلال اباد (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د ننګرهار ولايت ځوانانو او مدني ټولنو د برېښنايي تذکرو د وېش چارو د پيل او په دې برخه کې هر ځنډ او خنډ د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
دوی د سلواغې په ۲۴مه جلال اباد ښار کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خپلې دغه غوښتنې له رسنيو سره شريکې کړې.
د ننګرهار ولايت د ځوانانو امر مطيع الله احمدزی وويل چې د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي مسئله ده او بايد نور يې پر وړاندې هېڅ خنډ د دې لامل نه شي، چې دغه چاره وځنډېږي.
هغه زياته کړه، د برېښنايي تذکرو له وېش سره امنيتي ستونزې کمېدلی شي، اقتصاد ورسره وده کولی شي او هم رڼو ټاکنو ته زمينه برابرولى شي.
مدني فعال نوراحمد نوراني وويل، د برېښنايي تذکرو پر وړاندې پراته ټول خنډونه له منځه وړل شوي او د ولسمشر له بوختياوو پرته بله هېڅ ستونزه يې پر وړاندې نشته.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته له دې ملي پروسې پرته بله هېڅ موضوع او بوختيا مهمه نه ده او هېڅ خنډ او ځنډ يې پر وړاندې نه منو. يوازې د الکټرونيکي تذکرو د وېش غوښتونکي يو.))
يو بل ځوان مدني فعال نجيب الله خيرخوا وويل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ولس ته يوه هېله بښوونکې پروسه ده او بايد په اړه يې جدي اقدام وشي.
هغه هم ټينګار درلود، چې د بريښنايي تذکرو له پيل سره نا امني تر ډیره مهار کېدلی شي او ورسره نورې اسانتياوې هم رامنځته کېږي.
د يادولو ده، چې د برېښنايي تذکرو د وېش ناندرييزه موضوع چې له کلونو يې د حل پر سر د بېلابېلو اړخونو لانجې موجودې وې، په دې وروستيو کې دولسمشر له لوري هم توشيح شوې، خو د ولسمشر د بوختياوو له امله يې د وېش لړۍ ځنډلې ده.
اټکل کېږي چې دغه لړۍ به د ولسمشر له لوري د تذکرې په ترلاسه کولو پيلېږي او ورسره به رڼو ټاکنو ته زمينه برابرېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن