ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي

په فارياب کې څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
13 Feb 2018 - 15:03
په فارياب کې څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
13 Feb 2018 - 15:03

ميمنه (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د فارياب ولايت ځايي سرچينو ويلي چې په قيصار ولسوالۍ کې دوې امنيتې پوستې طالبانو نيولې، څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې تېره شپه طالبانو د ياد ولايت د قيصار ولسوالۍ په نودرې او چيچکتو سيمو کې د پوليسو دوه امنيتي پوستې نيولې دي.

قيصاري وويل چې طالبانو په چيچکتو پوسته کې څلور ملي پوليس وژلي او يو يې ژوندی نيولی او پوسته يې په بشپړه توګه سوځولې ده او د نودرې په پوسته کې د فدايي په نامه مشهور د طالبانو د يوه سرګروپ په شمول دوه کسان وژل شوي، دوه پوليس او يو طالب ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې د چيچکتو پوسته تر اوسه د طالبانو په کنټرول کې ده او د نودرې پوسته  د ملي اردو ځواکونو له خوا بېرته نيول شوې ده او جګړه خال خال روانه ده.

يوې باوري امنيتي سرچيڼې هم د قيصار د ولسوال خبرې تاييد کړې دي.

 په قيصار کې د طالبانو يوه پوځي مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، د څلورو پوليسو او دوو طالبانو وژل کېدل منلي او وايي چې يو پوليس يې ژوندی نيولی او دواړې پوستې يې له منځه وړې دي.

له بلې خوا د ياد شوي ولايت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې پرون د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو د نښتې په پايله کې يې يو ولسي کس هم و ژل شوی دی.

د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي وويل چې ياد شوی ملکی کس د نوموړې ولسوالۍ په دشت بز سيمه کې د جګړې په منځ کې راګير او د طالبانو په مرمۍټپي او د ميمنې په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.