کندهار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): چارواکي وايي، مخکې له دې چې د ګرمۍ موسم پیل او د وسله والو فعالیتونه زیات شي مرکزي اداره دې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د پولیسو د تشکیل او تجهیزاتو د کمښت ستونزه حل کړي.
د کندهار شمال او ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالۍ د دې ولایت له هغو سیمو دي چې په ټولیزه توګه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
په دغو ولسوالیو کې نه یوازې د پولیسو تشکیل کم دی، بلکې د تجهیز او اکمال له ستونزو سره هم مخ دي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، مرکزي اداره او د کورنیو چارو وزارت دې د دې ولایت د پولیسو تشکیل، اکمال او تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د درې لواوو تر څنګ د ملي اردو، عامه نظم او نورو امنیتي ارګانونو ګڼې لواګانې وې چې اوس کمې شوې دي.
دی وايي، په داسې حال کې چې پولیس په ډېرو مواردو کې د تشکیل او تجهیز له کمښت سره هم مخامخ دي، توانېدلي چې له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه امنیت خوندي کړي.
د ده په خبره، د پولیسو د کم تشکیل له امله ډېر مهال د عملیاتو پر وخت له ستونزو سره مخامخ کېږي.
امنیه قوماندان دغه راز یادونه وکړه چې په کندهار کې القاعده او داعش نشته، بلکې یوازې وسله وال طالبان شته خو تر څنګ یې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه ولسوالیو کې بهرني طالبان هم فعالیت لري.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي هم وايي چې که څه هم امنیتي ځواکونو وسله وال ځپلي خو په سرحدي ولسوالیو لکه ښورابک، معروف، ارغستان، رېګستان او نور کې د پولیسو تشکیل او تجهیزات کم دي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې په دغو ولسوالیو کې د ټپیانو د لېږد له ستونزو سره هم مخ دي او کافي امکانات نه لري.
دی هم ټینګار کوي چې د کندهار د پولیسو تشکیل دې ډېر شي او د تجهیزاتو او اکمالاتو له پلوه دې ورته پاملرنه زیاته شي.
د کندهار د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم وايي، مخکې له دې چې د ګرمۍ موسم پیل شي او د وسله والو فعالیتونه ډېر شي، همدا وخت دی چې د پولیسو تشکیل پوره او پر وخت تجهیز کړای شي.
login or register a new account.