ګردېز(پژواک،٣٠سلواغه٩٦): د پکتيا ولايت ښځينه اوسېدونکې وايي چې دوی ته تر اوسه اساسي کارونه نه دي شوي، هرڅه يواځې د پروژې په حد کې وو.
دوی ځينې کارونه نمايشي بولي او زياتوي چې له شوو ډېری کارونو يې په ژوند کې بدلون نه دی راغلی.
د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکې عايشې دسلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتونو د مرکزونو پر ځای دې لرې پرتې سيمې او ولسوالۍ تر کاري پوښښ لاندې راوستل شي.
عايشې زياته کړه چې د دوی د سيمې غوڅ اکثريت مېرمنې د دوی په اړه د ادارو د شتون او کارونو په هکله هېڅ خبرې نه دي او نه يې کوم عملي کار ليدلی دی.
نوموړې وويل: ((دا هم يو کار دی چې په ولسواليو او سيمو کې ملا امامان وهڅول شي چې د مېرمنو حقوق بيان او خلک پرې پوه کړي او ښځو ته خپل حقونه ورسوي؛ که يوه ښځه خپل اسلامي حقونه تر لاسه کړي، نو واقعا په ژوند کې يې ښه والی راځي.))
د پکتيا ولايت د جندر مسووله مُسکا منګل هم د ښځو لپاره شوي کارونه پروژوي بولي او د ژوند د ښه والي لپاره يې په اساسي لارو چارو ټينګار کوي.
مُسکا په هره برخه کې د مېرمنو ظرفيت لوړونه مهمه چاره يادوي او زياتوي چې د ښځو او نجونو لپاره د تعليمي اسانتياوو او د حرفوي زده کړو د زمينو برابرول مرستندویه دي.
دې وويل: ((په ټولنه کې د علمای کرامو او مشرانو په مرسته د ناوړه دودونو له منځه وړل د ښځو ژوند ښه کولی شي؛ خلکو ته بايد ذهنيت ورکړل شي چې مېرمنې هم د دوی په څېر د ټولنې د نيمايي برخه او د ژوند د ملګرې په توګه ډېر حقونه او ضرورتونه لري.))
په ورته وخت کې د ښځو شبکې مشره زرغونه همت لا هم د مېرمنو ژوند له ډېرو ګواښونو سره تړلی بولي او وايي چې په ډېرو سيمو کې نجونې او مېرمنې ان د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم بې برخې دي.
همت د نجونو او مېرمنو د ښه ژوند لپاره لومړی د کورنۍ له خوا د هغوی د حقونو خوندي کول او تعليم مهم يادوي او وايي چې اړوندې ادارې هم بايد د هغوی د اقتصادي بساينې او مصروفيت په برخه کې لازم کار وکړي.
نوموړې پژواک ته وويل: (( اوسني حالت کې ټول هغه پروګرامونه تطبيق کيږي چې پروژوي شکل لري، يو درې ورځينی ورکشاپ يا سيمینار دايريږي او يوه خور اسناد اخلي، اما د دې لپاره ګټه نه لري يا د درې يا څلورو مياشتو لپاره د حرفوي يا مسلکي زده کړو په نوم موقتې برنامې وي چې دا بنيادي کارونه دي.))
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيا د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل هم وويل چې بېلابېلې ادارې، موسـسې او انجوګانې د ښځو په برخه کې يواځې پروژوي کارونه تر سره کوي، خو وايي چې د ښځو د ژوند د دايمي ښه والي لپاره يې ځينې کارونه په پلان کې شته.
اورياخېل مېرمنو ته د اقتصادي فرصتونو برابرول مهم يادوي او وايي چې د نجونو د تعليم لپاره لا هم کار روان دی.
نوموړې وويل: ((په ولسواليو کې د نجونو د تعليم لپاره له دولتي او قومي لارو هڅې کيږي؛ همدارنګه په نوي کال کې به انشاالله په ګردېز کې د ښځو لپاره يو دايمي اقتصادي مارکېټ جوړ شي، چې خپل لاسي صنايع او نور جوړ کړي شيان په کې پلورلو ته وړاندې کړي؛ د زراعت رياست له خوا هم له مېرمنو سره د اقتصادي بساينې په برخه کې مرسته کيږي او موږ هم په همدې تلاش کې يو.))
په هېواد کې د ښځو او نجونو د حقونو او ژوند ښه کولو په نوم لسګونه داخلي او بهرنۍ ادارې شته، خو ډېری يې يوازې په پلازمېنه کابل او د ولايتونو په مرکزونو کې دي او اکثره چارې يې د مېرمنو د ژوند په مثبت بدلون کې اغېزناکې نه دي.