ژبه

د ترهګرو مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو لېست کې د پاکستان شاملېدل ځنډول شوي

کابل (پژواک، ٢ کب ٩٦):د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ويلي چې په فرانسه کې د مالي سرچينو د څارنې ادارې له خوا د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په څارنې لېست کې يې نوم راوړل د درېيو مياشتو لپاره ځنډول شوى دى.

تر دې مخکې امريکا ويلي چې په فرانسه کې د مالي سرچينو د څارنې ادارې په جوړېدونکې  غونډه کې به په دې اړه وړانديز کوي چې پاکستان په دغه لېست کې راوړل شي.

دغه شپږ ورځنۍ غونډه د يکشنبې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې پيل شوې او ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ پاى ته ورسېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف تېره شپه په ټويټر کې ليکلي، ددوى هڅو رنګ راوړ او د فرانسې په غونډه کې دامريکا وړانديز ناکام شو.

هغه زياته کړې چې په ياده غونډه کې دا موضوع د درېيو مياشتو لپاره ځنډول شوې ده.

نوموړي په دې برخه کې د پاکستان له ملاتړ کوونکو او ملګرو هېوادونو څخه مننه کړې ده.

راپورونه وايي، په ياده غونډه کې پرېکړه شوې چې په دې اړه بايد دپاکستان پر ضد نور اسناد راټول کړل شي.

تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد موضوعاتو کې ځينې تېروتنې کړې، ځکه بايد تر څارنې لاندې ونيول شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده هيدر نوريټ په واشنګټن کې د خبري کنفرانس پرمهال د پاکستان د يادې ادعا په اړه وويل، چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

هغې  زياته کړې،د فرانسې غونډه د پنجشنبې په ورځ پاى ته رسېږي او وروستۍ پرېکړه به هم په همدې ورځ اعلان شي.

نوموړې د پاکستان د ادعا په اړه چې ګوندې دغه کار ځنډول شوى، بې خبري وښوده.

د پاکستان د لومړي وزير اقتصادي سلاکار مفتاح اسماعيل چې د پاريس په غونډه کې يې د خپل هېواد په استازيتوب ګډون کړى و، خپل دريځ يې وړاندې کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع