ژبه

د کابل ښار په ځانمرکي بريد کې درې تنه وژل شوي

 لومړى تعقيب - کابل (پژواک، ٥ کب ٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شش درک سيمه کې ځانمرګي بريد کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دغه بريد نن سهار په نږدې اته نيمو بجو د ملي امنيت رياست يوې څانګې ته څېرمه شوى دى.  

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي چې له ټپيانو څخه د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

هغه زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا بريد د حقاني ډلې اړوندو کسانو له لوري شوى دى.

 ده وويل چې په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

د بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى. 

login or register a new account.