ژبه

امریکا: د پاکستان وروستي اقدامات پرېکنده نه، خو مثبت دي

کابل (پژواک، ٩ کب ٩٦): د امريکا د پوځ مشر ويلي چې د دوى د غوښتنو په ځواب کې د پاکستان له خوا مثبته اشاره ورکړل شوې ده.

د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ووټل دغه څرګندونې پرون د کانګرېس د دفاعي کمېسيون غړو ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې د امريکا تر غوښتنو وروسته پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد ځينې اقدامات کړي او داسې برېښي چې پاکستان خپله تګلاره بدلوي.

د نوموړي په وينا، په سيمه کې د سولې او په افغانستان کې د بريا لپاره د پاکستان همکاري او ملګرتيا اړينه ده.

ډاکتر ووټل وويل چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ تر وروستيو اړيکو وروسته د پاکستان له خوا مثبته اشاره ورکړل شوې ده.

د امريکا د پوځ مشر ويلي، که څه هم په سيمه کې د ژور بدلون لپاره د پاکستان وروستي اقدامات پرېکنده نه دي، خو مثبت دي.

هغه زياته کړې چې پر پاکستان د امريکا فشار ګټور ثابت شوی او له پاکستان سره ګډ کار کول هم مثبتې نتيجې ورکړې.

د امريکا دغه جنرال وايي، پاکستان ته په ډاګه ويل شوي چې امريکا ترې څه غواړي خو نوموړي زياته کړې چې په دې اړه به نور جزئيات د پټو دروازو تر شا ورکړي.

login or register a new account.