ژبه

د کابل پروني ځانمرګي بريد کې دوه اسټراليايي وګړي هم ټپيان شوي

کابل (پژواک، ١٢ کب ۹۶): د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د کابل پروني ځانمرګي بريد کې يې دوه وګړي ټپيان شوي دي.

د موټربم په وسيله دغه ځانمرګى بريد پرون سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په قابل باى سيمه کې وشو.

د کورنيو چارو وزارت پرون ويلي وو چې په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى او ١٤ ټپيان دي، خو د  عامې روغتيا وزارت د ټپيانو شمېر ٢٢ تنه ياد کړی و او ويلي وو چې ټول ملکي وګړي دي.

بلخوا د اسټراليا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د ياد بريد موخه په کابل کې د دوى د سفارت کار کوونکي وو.

د بهرنيو چارو وزېرې جيولي بيشوپ د کب په ١٢مه خبريالانو ته ويلي  چې په دغه بريد کې درې ملکي افغانان وژل شوي او د يو شمېر نورو افغانانو په ګډون دوه اسټراليايي امنيتي قرارداديان ټپيان شوي دي.

سرچينې ويلي چې بريدګر په کابل کې د دوى د سفارت د کارکوونکو امنيتي موټر په نښه کړى و، خو ډيپلوماتانو ته زيان نه دى اوښتى.

تر اوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.