ژبه

کابل ښار کې د سرو زرو او اوړو بيې راټيټې شوي

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٦): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو او اوړو بيې راټيټې شوې، خو نور خوراکي توکي له کوم بدلون پرته په خپل حالت پاتې دي.

د کابل ښار د تيمورشاهي واټ يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٤٠٠ افغانۍ ٢٣٥٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٩٠٠ افغانۍ ١٨٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

ده زياتهکړه، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو بيو بدلون په نړيوالو بازارونو پورې تړلى دى.

د خوراکي توکو له جملې يواځې د اوړو بيه يو څه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه له ١١٠٠ افغانيو ١٠٩٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو هغه وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلوربيه ١٦٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره خورشيد غوړي ١٠٢٠ افغانۍ او ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ٢٠٠٠ افغانۍ دي.

دغه راز د ياد ښار د منډوي يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل، د يوه کيلوګرام اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د ځينو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلوربيو سره په يو شمېر مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د دهن باغ سيمې د خوراکي توکو يوه پلورونکي احمدولي وويل، نن د ٥٠ کيلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلوربيه ١١٥٠ افغانۍ، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ١٨٠٠ افغانۍ، شپاړس ليټره خورشيد غوړي ١١٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله وريژې ٢٤٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٣٥٠ افغانۍ دى.

د سون توکو بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه مسوول عبدالهادي وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه ٤٢ افغانۍ او يوه ليټر پټرول تېلو بيه ٤٤ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي احمدالله وويل، نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٥٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

ورته موضوع