ژبه

ولسمشر: د ملي ځواکونو قربانۍ د هېواد بقا تضمين کړې

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٦): ولسمشر اشرف غني وايي چې د ملي ځواکونو مېړانې او سرښندنو د افغانستان بقا تضمین کړې او د خلکو او نړیوالې ټولنې د اعتماد لامل شوي دي.

له ارګه د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د هېواد د قول اردوګانو له قوماندانانو سره چې د "نصرت ۹۷ عملیاتو" کنفرانس کې د ګډون په خاطر کابل ته راغلي وو، د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ناسته کې د ۲۱۵ قول اردو قوماندان تورن جنرال احمد ولي احمدزي، د هلمند د ۵۰۵ زون قوماندان برید جنرال داوود تره خېل او د کندوز ولایت د امنیت ريیس برید جنرال سید امیر شاه سادات د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د خالد عملیات بریالي و ارزول، ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته یې د خلکو د دفاع او ځمکنۍ بشپړتیا او د انکشافي او زیربنایي پروژو د امنیت د تامین ډاډ ورکړ.

وروسته ولسمشر غني خبرې وکړې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خالد عملیاتو په بریا ترسره کېدو په خاطر د مننې تر څنګ وویل، ستاسې مېړانې او سرښندنو د افغانستان بقا تضمین کړې او د خلکو او د نړیوالې ټولنې د اعتماد لامل شوي.

هغه زیاته کړه: "تاسو د مسلکي او ملي قواوو په اړه ملي اجماع رامنځته کړې او اوس زموږ تمرکز د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر اصلاحاتو دی."

ولسمشر ویلي، د افغانستان امنیتي او دفاعي قوا، مسلکي ځواکونه دي او له ټولو خلکو پورې اړه لري او د قوې مشروع استعمال دغو ځواکونو پورې منحصر دی.

اشرف غني، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د خلکو اعتماد یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله وې ویل، د ټاپي پروژې د کار د پیل د امنیت تامین او په دې برخه کې د رامنځته شوې همغږۍ له امله د لوېدیځ زون ټولو خلکو او علما ستاسو ستاینه او پر تاسو ویاړ کاوه.

ولسمشر وویل، د انکشافي پروژو امنیت باید تامین شي؛ ځکه د خلکو ژوند او هوساینه د دغو پروژو تطبیق او انکشاف پورې تړلی دی.

هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو وغوښتل چې له خالد عملیاتو تجربې په نصرت عملیاتو کې تطبیق کړي.

محمد اشرف غني د نظامي قرارګاوو او جزوتامونو د اساسي تحکیماتو پر جوړولو ټینګار وکړ، وې ویل، زیانمنونکې سیمې باید په نښه او د اساسي تحکیماتو د جوړولو اقدام وشي.

دغه راز ولسمشر د ښارونو پر ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، دښمن له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري او باید د هر ښار لپاره مشخص امنیتي پلان جوړ کړل شي.

login or register a new account.