ژبه

پکتيا: په نظامي عملياتو کې وسله وال طالبان او يو لوی موتربم له منځه تللی

ګردېز (پژواک، ١٧ کب ٩٦): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو لوی موټربم له منځه تللی او ځیني وسله وال هم په کې وژل شوي او ټپیان دي.

د پکتيا د امنيې قومانداني وياند سردار ولي تبسم د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو په بريد کې د زرمت په ګرجي سيمه کې هغه مازدا موټربم له منځه وړل شوی چې وسله والو په ګردېز ښار کې د بريد لپاره چمتو کړی و.

تبسم وويل چې په بريد کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق ارقام يې نه لري.

نوموړی وايي: ((بريد په ګرجي کې په يوه تشه کلا کې په راټول شوو طالبانو او مازدا موټر بم شوی دی. د دې موټر بم په له منځه وړلو د لوی پېښې او ناورين مخه ونيول شوه؛ ځکه وسله وال تل په عامو ځايونو کې بريدونه کوي او بې ګناه انسانان وژني.))

ويل کېږي چې په موټر کې خورا زيات چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوی و؛ ځکه د چاودنې غږ يې تر شاوخوا پنځلس کيلو مترو پورې اورېدل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي.

login or register a new account.