ګردېز (پژواک، ٢١ کب ٩٦): د هېواد د سوېل ختيځ زون ديني عالمانو په يوه غونډه کې د افغانستان د دولت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل چې جګړه بنده او سوله وکړي.
نن د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د سوېل ختيځ زون ( پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر) ولايتونو د شاوخوا ٤٠٠ ديني عالمانو او ځينو نورو کسانو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم په دغه ناسته کې وويل چې سولې ته کار د هر افغان او ديني عالم اسلامي وجيبه ده.
سليم وايي چې که د دوه ډلو تر منځ جګړه پېښه شي د اسلامي اصولو پر اساس يې بايد تر منځ سوله وشي او که کومه ډله د سولې مخالفت وکړي، بايد ټول يې پر وړاندې ودريږي او د سولې منلو لپاره فشار پرې راوړي.
دى وايي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفين د جګړې د ډېرېدو او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو لامل شوي دي.
ده طالبانو ته په خطاب کې وويل:"کلونه مو جګړه وکړه، ځان مو هم تباه کړ او ملت مو هم وځوراوه؛ ټوپک او خپلې نيولې سيمې دې در سره وي، خو يو ځل د مذاکرې مېز ته راشئ، که غوښتنې مو ونه منل شوې، ټوپک به مو تيار در سره وي، بېرته جګړه پيل کړئ؛ بيا به مو څوک ګرموي هم نه؛ حد اقل يو ځل خو دا لاره وازمويئ."
د خوست د علماوو شورا مشر مولوي شېرمحمد د افغانستان دولت د سولې طرحې ملاتړ وکړ او ويې ويل : "دا جګړه هېڅ جواز نه لري؛ ځکه په دې کې افغانان او مسلمانان وژل کيږي، خو طالبان خپلواک نه دي، که دوی خپلواک وای، خبرو ته به ناست و؛ ځکه اوس خو هر څه ور سره منل کيږي."
ديني عالم خواجه الدين حقبيان د سولې مخالفين او د عامو خلکو وژونکي د پرديو لپاره جګړه کوونکي وبلل او ويې ويل چې افغان طالبان د سولې مخالفت نه کوي.
حقبيان وايي:"له وسله والو غواړو چې له الله تعالی ووېريږي او په خپلو خلکو رحم وکړي، افغان طالب نه وينه تويوي او نه د سولې مخالفت کوي؛ بايد د باور نوره فضا هم رامنځته شي، انشاالله يوه حل ته رسيږي."
مولوي عبدالله برهاني وايي چې که د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفينو جګړه ناروا نه وي، نو د افغانستان او نړۍ ټول ديني عالمانو ته دې قناعت ورکړي، چې ور سره ودريږي.
برهاني وويل:"د علماوو او د اندونيزيا او نورو غونډو مخالفت دې نه کوي او نه دې په زور د حق ناره چوپ کوي. د نړۍ عالمانو ته دې قناعت ورکړي."
د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې له افغان دولت سره په بېلابېلو نومونو جنګېدونکې وسله والې ډلې د نورو د اقتصادي ګټو او استخباراتي موخو لپاره جګړه کوي.
login or register a new account.