کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٦): د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي کابل ته د رسمي سفر په اړه د ولسمشر اشرف غني بلنه منلې ده.
ولسمشر غني دغه بلنه څو ورځې مخکې کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه د سفر پر مهال ورکړې وه.
پاکستانيو رسنيو د کب په ٢٩مه د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د ولسمشر غني بلنه منلې ده.
سرچينې زياته کړې چې د دواړو هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو تر منځ ليدنو کتنو او سفرونو سره به دوه اړخيزې اړيکې پياوړې شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دغه سفر نېټه به د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکي چينلونو له لارې وټاکل شي.
سرچينې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم په نږدې راتلونکي کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
login or register a new account.